تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون غونډه ترسره شوه
د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي درېیمه) په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال موموي عبدالکبیر پر مشرۍ د سیاسي کمیسیون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د هېواد او سیمې د وروستیو حالاتو، د دوحې د راتلونکې ناستې او اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
دغه راز د سیاسي کمیسیون په دې غونډه کې له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او تعامل بحث وشو او د اجنډا پر اساس لازم تصمیمونه ونیول شول.
تېره ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د افغانستان په اړه به د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ پر لسمه او یوولسمه ( د جون پر دېرشمه او د جولای پر لومړۍ ) جوړه شي.
دغه نړیوال بنسټ د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) د اسلامي امارت له چارواکو او یو شمېر افغان شخصیتونو سره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې وروستۍ ناستې په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د مدني ټولنې فعالان هم حضور ولري.
دغه راز یې په دې غونډه کې د ګډون لپاره امیر خان متقي ته رسمي بلنه ورکړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه بحثونه روان دي.
یو شمېر کارپوهانو د نړۍ وضعیت ته په نغوته کې د دې غونډې جوړېدل مهم بولي؛ ځکه د دوی په باور افغانستان د نړیوالې ټولنې رسمي غړیتوب ته اړتیا لري.
