تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت پرغزه د اسرائیلو هوايي بریدونه وغندل

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت پر غزه د اسرائیلو هغه هوايي بریدونه پر کلکو ټکو وغندل، چې په کې لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د غزې پر بې ګناه او بې مسلمانانو د اسرائیلو د دغو وحشيانه بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.

په یاده خبرپاڼه کې څرګنده شوې؛ مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د اسرائیلي رژیم د ظلمونو او تېري په مخنیوي کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د جمعې پر ورځ د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو پر هوایي بریدونو د اسلامي جهاد د قومندان او د یوې پېنځه کلنې نجلۍ په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او ۵۵ کسان  ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version