تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت پر ایران د اسرائیلو برید وغانده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي؛ دا بریدونه په داسې وخت کې کیږي، چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړپ توګه د غزې تړانګې اوسېدونکي تر پرله‌پسې بریدونو لاندې دي او په سیمه کې یې امنیتي اندېښنې راپارولي دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ایران پر خاوره د اسرائیلو د وروستیو بریدونو او د دې هېواد د یو شمېر پوځي قومندانانو او اټومي ساینس پوهانو د وژنې په غبرګون کې یوه خبرپاڼه خپره کړه او دا کړنې یې “د نړیوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه” وبلله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي؛ دا بریدونه په داسې وخت کې کیږي، چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړپ توګه د غزې تړانګې اوسېدونکي تر پرله‌پسې بریدونو لاندې دي او په سیمه کې یې امنیتي اندېښنې راپارولي دي.

هغه زیاته کړې: “اشغالګر رژیم بشري او نړیوالو قوانینو ته پر نه پاملرنه خپل بریدونه روان ساتلي. له بده مرغه دې بریدونو په سیمه کې وضعیت نور هم نازک او اندېښمن کړی دی.”

اسلامي امارت همدارنګه له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د خپلو مسوولیتونو پر درک کولو او د نړیوالو ماموریتونو په چوکاټ کې د سیمه‌ییزې سولې او امنیت د ساتلو او په سیمه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره دې دې مسلې ته اغېزمن ځواب ووایی.

Trending

Exit mobile version