سیمه ییز خبرونه
د افغانستان اقتصادي نظام ماتيدونكې بڼه لري- افضلي
د افغانستان د شفافيت بنسټ وايي، چي په تېرو د يارلس كلونو كي افغانستان ته زياتې پيسي راغلي؛ خو د اقتصادي نظام د رغوني لپاره لگول شوې نه دي.
د افغانستان د شفافيت بنسټ غړى سيداكرام افضلي وايي، د افغانستان اقتصادي نظام له گڼو ستونزو سره مخ دى، چي هره شېبه يې د ماتيدني امكان شته.
ښاغلى افضلي زياتوي، كه له مرسته شويو پيسو سمه گټه پورته شوې واى؛ نو اوس به مو يو منظم اقتصادي نظام درلوداى.
نوموړي په ډاگه كړه، د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې ټول اقتصادي مو لگښتي دى.
د ښاغلي افضلي په وينا، لگښتي اقتصاد په راتلونكي كي پراخې ستونزي رامنځ ته كوي.
ښاغلى افصلي له راتلونكي حكومت څخه غواړي، چي د يو ښه نظام د رامنځته كولو لپاره بايد ډېر كار وكړي.
دى همدا راز اندېښنه لري، چي د نړۍ په ټولو برخو كي د سياست، اقتصاد او نظامي قدرت ترمنځ توپيرونه شته؛ خو په افغا نستان كي دا توپير له منځه تللى او د هېواد اقتصادي نظام د مافيا او زور واكانو په لاس كې دى.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد خواخوږي هڅه كوي، چې په اقتصادي نظام كې شفافيت رامنځته شي او د مافيا له منگولو دا نظام وژغوري.