تازه خبرونه

د افغانستان اقتصادي وضعیت له پاکستان ښه دی – مولانا فضل‌الرحمن

هغه په راولپېنډۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په پاکستان کې سوداګري د له منځه تلو پر لوري روانه ده او د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت پالیسي « بشپړه ناکامه» ده.

Published

on

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پاکستان پر پرتله ښه دی او د پاکستان خلک د بې‌سارو اقتصادي ستونزو له کبله هېواد پرېودلو ته اړ شوي دي.

هغه په راولپېنډۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په پاکستان کې سوداګري د له منځه تلو پر لوري روانه ده او د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت پالیسي « بشپړه ناکامه» ده.

مولانا فضل‌الرحمن د پاکستانيو چارواکو پر هغو ادعاوو هم نیوکه کړې، چې ګواکې بریدګر له افغانستان څخه پاکستان ته راځي.

نوموړی په دې اړه وایي: « ادعا کوي، چې ترهګر له هغه ځایه راځي. که راځي؛ مخه یې ونیسئ. که راځي، ویې وژنئ. د افغانستان حکومت خو هیڅ اعتراض هم پر تاسې ندی کړی.»

نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدا په اړه څرګنده کړې: کله، چې «حتا یو انار هم له افغانستان څخه پاکستان ته نه‌راځي» نو دا ادعا هم منطقي نده، چې جنګیالي له هماغې لارې رااوړي.

د جمعیت علمای اسلام مشر دا هم ویلي، چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي د حکومت له‌خوا نه، بلکې د پوځ له‌خوا غوره کیږي: « یو جنرال راځي وایي؛ خبرې اترې کوو، بل راځي وایي، چې جګړه کوو.»

پاکستانيو پوځیانو تل ادعا کړې؛ په پاکستان کې بریدونه د هغو ډلو له‌خوا تنظیمېږي، چې په افغانستان کې میشت دي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او پر ځلونو یې ټینګار کړی، چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامیو مسوول ندی.

Trending

Exit mobile version