تازه خبرونه
د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک مثبت ټکي و ستایل شول
د افغانستان اسلامي امارت د سې شنبې پر ورځ ( د زمري ۱۰) د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د راپور له خپرېدو هرکلی څرګند کړی دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ډاګه کړې، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د خپور شوی راپور له ټولو مثبتو او پر واقعیتونو بناء ټکو هرکلی کوي او دا هڅه د افغانستان د حقیقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت په اړه یو واضح انځور دی، چې نړۍ ته وړاندې شو.
د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، چې د خوراکي توکو او نفتي موادو بیې ټیټې شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو کچه هم د پام وړ زیاته شوې، د دولتي کارمندانو معاشونه پر وخت ورکړ شوي او د ملي عوایدو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان اسلامي امارت باور لري، که د افغانستان پر بانکي سکتورروان بندیزونه لرې او د افغانانو کنګل شوې شتمني آزادې شي؛ د هېواد اقتصادي وضعیت به له دې هم د ښه والي او استحکام پر لوري ګړندي ګامونه واخلي او بار به یې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي.
د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو ټولنو غوښتي، چې نړۍ د افغانستان له حقیقي وضعیته خبره او له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې په پایله کې به یې د بېکارۍ کچه راکمه او د هېواد پر اقتصادي وضعیت به نور ډېر مثبت اغېز ولري.
دغه راز اسلامي امارت له نړیوال بانکه و غوښتل؛ هغه پروژې، چې د دې بانک له لوري تمویلېدې او کارونه یې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نیمګړي پاتې شوې؛ بېرته پیل او چارې یې بشپړې کړي.