تازه خبرونه
د افغانستان اقتصاد اوس هم له ننګونو سره مخ دی- نړیوال بانک
د راپور په یوه برخه کې راغلي: د افغانستان د اوږدمهاله ودې امکانات د کورني خصوصي سکټور د پام وړ ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې او د سوداګرۍ د چاپېریال په ټولیزه توګه ښه کولو پورې اړه لري. اقتصاد اوس هم ډېرې پانګونې ته اړتیا لري، د کوچنیو سوداګرۍ لپاره تمویل ته لاسرسی او د تجربه لرونکیو ښځینه متشبثینو ملاتړ ته اړتیا لري.
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې؛ سره له دې، چې د افغانستان اقتصاد ټیټه وده لري؛ خو اوس هم په کې له مالي خنډونو، د سوداګرۍ ناانډولۍ او د عامه پانګونې محدودیت سره مخ دی.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: د افغانستان د اوږدمهاله ودې امکانات د کورني خصوصي سکټور د پام وړ ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې او د سوداګرۍ د چاپېریال په ټولیزه توګه ښه کولو پورې اړه لري. اقتصاد اوس هم ډېرې پانګونې ته اړتیا لري، د کوچنیو سوداګرۍ لپاره تمویل ته لاسرسی او د تجربه لرونکیو ښځینه متشبثینو ملاتړ ته اړتیا لري.
نړیوال بانک زیاته کړې؛ د افغانستان ناخالص تولید ۷ اعشاریه ۲ سلنه وده کړې؛ خو دا وده یوازې د تېرو اقتصادي زیانونو کچه لس سلنه کموي.
دغه راز نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان لخوا د لومړنیو توکو لکه سون توکو، خوراکي توکو او ماشین الاتو پر وارداتو د تکیه کېدو له کبله د سوداګرۍ کسر زیات دی، چې ښايي د هېواد اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخ کړي.
د افغانستان اقتصاد وزارت ويلي؛ د افغانستان اقتصاد روښانه لیدلوری لري او اوسنۍ ستونزې د بندیزونو او د هېواد د شتمنیو د کنګل کېدو له کبله دي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وایي: د افغانستان اقتصادي لید روښانه او هیله مند دی. ځینې اقتصادي ستونزې، چې شتون لري د بانکي بندیزونو او د افغانانو د شتمنیو د کنګل کیدا له کبله دي. زمونږ هڅه دا ده، چې ژر تر ژره د افغانانو شتمنۍ خلاصې کړو او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې ترې ګټه واخلو.
باید یادونه وشي، چې په تېرو درې کلونو کې هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی او د نړیوال بانک د راپور له مخې له همدې کبله له نړۍ سره د افغانستان سوداګري محدوده شوې ده.