سیمه ییز خبرونه

د افغانستان امريكا او هندوستان درې اړخيزه ناسته به په نيويارك كې جوړه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په پام كې ده، چې د افغانستان امريكا او هندوستان درې اړخيزه ناسته په راتلونكې ميلادي مياشت كې په نيويارك كې جوړه شي. په دغه ناسته كې به له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان پر وضعیت او د حل په لارو چارو خبرې اترې وشي.

پاكستان ته د افغان ولسمشر د سفر په درشل كې هندوستان هم د افغانستان د اقتصادي او افغان ځواكونو د پياوړتيا په برخه كې د خپل هېواد پر ژمنو ټينګار كوي.

وېل كېږي، چې هند يو له هغو هېوادونو څخه دې، چې تل يې د افغانستان په باب مثبت نظر درلودلى دى، خو په سيمه كې او د افغانستان په ګاونډيتوب كې داسې هېوادونه هم شته، چې په تېره يوه لسيزه كې له ترهګرو څخه پر ملاتړ تورن دي.

په هند كې د امريكا سفيره نانسي پاول  وايي:

هند، افغانستان او امريكا به ډېر ژر د يوې ناستې په ترڅ كې د سيمه یيزو ستونزو او په ځانګړې ډول د افغانستان د امنيت په باب درې اخيزې خبرې وكړې.

نوموړې همدارنګه وایی، له افغانستان سره د هندوستان كار ډېر مهم دى او امريكا يې ستاينه كوي. د افغانستان، هند او امريكا تر مېنځ درې اړخيزه ناسته به ټولو خواو ته له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان د امنيتي وضيعت په باب د اندېښنو د ښكاره كولو او شتو ستونزو ته د حل لارو د موندلو په باب د نظر د وړاندې كولو زمينه برابره كړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي هم دغه ناسته مهمه بولي او د هند او پاكستان په برخه كې د افغانستان د سياست پر توازن ټينګار كوي.

همدا راز مېرمن پاول هيله ښودلې، چې د افغانستان او امريكا تر مېنځ امنيتي تړون هم ډېر ژر لاسليك شي.

په امريكا كې د هند سفيره زیاتوي، مونږ له نږدې نه د افغانستان له دولت سره كار كوو تر څو امنيتي تړون بشپړ كړو. مونږ ډاډ وركوو، چې د افغان امنيتي ځواكونو سره همكارۍ ته دوام وركوو تر څو دوى د خپل هېواد پوره امنيت په غاړه واخلي.

دا په داسې حال كې ده، چې تر راتلونكو دوه اوونيو پورې افغان ولسمشر حامد كرزى اسلام آباد ته سفر وكړي، خو دا نه ده ښكاره، چې ولسمشر به له كومو لاسته راوړنو سره هېواد ته راستون شي.

Trending

Exit mobile version