تازه خبرونه

د افغانستان اوسنيو واکمنو د ایران د اوبو حق منلی – ایران

Published

on

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان اوسنیو واکمنو د پخوانیو چارواکو پر پرتله د ایران د اوبو پر حق ټینګار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان د هیرمند په اوبو کې د ایران د ادعا په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې: په تېر یو نیم کال کې د ولسمشر د ټینګار لمخې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر سره په خپلو ښکاره خبرو کې درېدلی پاتې یم. همدارنګه د افغانستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قُمي او د انرژۍ وزیر محرابیان د هیرمند په اوبو کې د ایران حق پرلپسې څارل شوی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: د پخوانیو افغان چارواکو پر پرتله د افغانستان د لنډمهالي حکومت واکمنو د ایران د اوبو حق منلی او ټینګار پرې کوي.

امیر عبداللهیان ویلي: د افغانستان د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر ملا متقي سره زما په وروستیو خبرو اترو کې د ایران د اوبو موضوع پوره څارل شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی: د مطلوبې نتيجې د تر لاسه کولو پورې به ټوليزې هلې ځلې روانې وي او د هغې د تحقق لپاره ټول غوراوي په اجندا کې شته دي.

امیر عبداللهیان زیاته کړې: حق د سیستان د درنو خلکو دی. ولسمشر هم پرلپسې د مسئلې پر اهمیت او د حل پر اړتیا ټینګار کوي. مونږ د دیپلوماسۍ له لارې خپلې هڅې روانې ساتو.

د هیرمند له سیند څخه ایران ته د اوبو رسول له څه باندې دوه لسیزو راپدیخوا د افغانستان په بهرني سیاست کې یوه ناندریزه موضوع پاتې شوې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره له کتنې وروسته په یوه تویت کې لیکلي وه، چې مونږ به د ایران له حقونو سره هیڅ ډول معامله ونه‌کړو.

Trending

Exit mobile version