تازه خبرونه
د افغانستان او آسترالیا د کرکت لوبډلو تست لوبه وځنډیدله
د افغانستان او آسترالیا د کرکت لوبډلو ترمنځ تست لوبه د کرونا ویروس د خپریدو له کبله ځنډیدل شوې ده.
د آسترالیا کرکت بورد (ای سي بي) د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې د دې هېواد او نیوزیلیند ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ تر ۲۰۲۱ پورې ځنډول شوې ده.
له مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه، چې د افغانستان پروړاندې تست لوبه د نومبر په وروستیو کې په پرت لوبغالي کې ترسره شوې وای.
د آسترلیا کرکت د جمعې په ورځ ومنله، چې د کرونا ویروس د خوریدا په بهیر کې د نړیوالو سیالیو مهالوېش پېچلتیا لري، چې له کبله یې تر راتلونکي اوړي د سیالیو د ځنډولو پرېکړه شوې ده.
د آسترلیا کرکت اجرائیه مدیر نیک هاکلي ویلي؛ مونږ له خپلو ښو ملګرو د افغانستان او نیوزیلینډ کرکت بورډونو سره لوبو ته لیواله یو. هیله من یو، چې له کرونا راپورته شوي محدودیتونه راکم شي.
هاکلي ویلي، مونږ ټولو د زړه له کومي هڅې وکړې، چې سیالۍ په سږني اوړي کې تر سره کړو؛ خو په نړیوالو سفرونو بندیزونو او د قرانطین محدودیتونو داسې ننګونې رامنخته کړې، چې ټول قانع او سیالۍ بله نېټه ترسره شي.