لوبی
د افغانستان او آسټرالیا د ټېسټ لوبې وروستۍ نېټه اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې د افغانستان او آسترالیا یوازنۍ ټېسټ لوبه به د روان ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې له ۲۷ نېټې څخه د ډسمبر تر لومړۍ نېټې د آسټرالیا د هوبارټ ښار په بلن سټون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
یاد بنسټ ویلي؛ دا د افغانستان لومړۍ ټېسټ لوبه ده، چې د آسټرالیا پر وړاندې ترسره کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي دغه سیالۍ د افغانستان لپاره اړینې بولي او وایي، چې: آسټرالیا د کرکټ په نړۍ کې یوه له غوره لوبډلو څخه ده. دا د دوی پر وړاندې زموږ لومړۍ ټېسټ لوبه ده او زه ډاډه یم، چې دا به د دواړو لوبډلو لپاره یوه غوره لوبه وي او مونږ ورته تمه هم لرو.
د یادونې، چې د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ دغه ټېسټ لوبه ټاکل شوې وه د تېر ۲۰۲۰ کال په پیل کې ترسره شوې وای؛ خو د کرونا ویروسي ناروغۍ د محدودیتونو له کبله ځنډول شوې وه.