تازه خبرونه

د افغانستان او آلمان سل کلنه دوستي ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ارګ ماڼۍ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په مثبتو پرمختګونو کې د آلمان مرستې د ارزښت وړ وبللې او اجرايي ريیس ډاکتر عبدالله وویل چې د افغانستان او آلمان د اړیکو په هکله په ویاړ خبرې کېدای شي. په دغو مراسمو کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د آلمان مرستې او همکارۍ دوام ومومي.

له نن څخه سل کاله مخکې یعنې په ۱۹۴۱م افغانستان او آلمان سیاسي او د يپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې. د اړیکو له ټینګښت سره سم آلمان په افغانستان کې د سړکونو، بندونو او ودانیو د جوړولو په برخو کې همکاري پیل کړه.

یوه بېلګه یې د دارالامان ماڼۍ ده. د همدغو تاریخي اړیکو په مناسبت په ارګ ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي وو چې په ترڅ کې يې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د آلمان مرستې د پام او اهمیت وړ وبللې.

د ښاغلي غني په وینا په تېرو څوارلسو کلونو کې آلمان د افغانستان له پاره د دریو نړیوالو کنفرانسونو کوربه و او د ایساف په چوکاټ کې يې له افغانستان سره د پام وړ مرستې وکړې.

افغانستان او آلمان په ۱۳۹۱ کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون هم لاسلیک کړ چې له مخې یې آلمان له افغانستان سره تر لسو کلونو پورې په بېلا بېلو برخو کې همکاري کوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو ژمنه یو ځل بیا تازه کړه.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر وويل: «په افغانستان کې ۵۴ آلماني سرتېرو او دریو افسرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. آلمان به د باثباته افغانستان لپاره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.»

اجرايي ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله له فرانک والټر شتاین مایر سره په ځانګړې لیدنه کې وویل چې آلمان د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې د پام وړ کارونه کړي دي.

اجرايي رييس عبدالله عبدالله وویل: «آلمان د ایساف په چوکاټ کې افغانستان ته څلور زره سرتېري رالېږلي وو چې اوس یوازې اته سوه آلماني سرتیري په افغانستان کې پاتې دي. دغه راز آلمان په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې څلور میلیارده یورو مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version