سوداگري

د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه ۱.۳۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې او د همکاریو پر پراختیا خبرې کوي

دغه خبرې د نومبر پر درویشتمه د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رییس ډاورون وخابوف او په ازبکستان کې د افغانستان د سفیر عبدالغفار تروزي ترمنځ په لیدنه کې شوې دي.

Published

on

 

افغانستان او ازبکستان د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، بازارونو ته د لاسرسي د آسانتیا او په سیمه کې د صادراتو د فرصتونو د زیاتولو په اړه خبرې کړي، چې اوس یې ترمنځ د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو نهه میاشتو کې د سوداګرۍ کچه ۱.۳۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

دغه خبرې د نومبر پر درویشتمه د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رییس ډاورون وخابوف او په ازبکستان کې د افغانستان د سفیر عبدالغفار تروزي ترمنځ په لیدنه کې شوې دي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د څرګندونو له مخې؛ دغه هېواد د ۲۰۲۶ز.کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې افغانستان ته د ۱.۱۹ میلیارډ ډالرو پر ارزښت توکي صادر کړي، چې د تېر کال د همدې وخت پر پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه راز له افغانستان څخه د ازبکستان واردات ۱۹۲.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی لري.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د نویو همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو شرکتونو د فعالیتونو د شرایطو ښه‌والي او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو خبرې کړې دي.

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د ازبکستان بازار ته د لاسرسي آسانتیا او د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو او روسیې بازارونو ته د افغان سوداګرو د لاسرسي زمینه برابرول د دغو خبرو مهم محورونه بلل شوي دي.

دغه راز دواړو لوریو په تاشکند کې د« نوي ازبکستان؛ د نړیوالې سوداګرۍ څلورلاري» تر سرلیک لاندې د نړیوال سوداګریز نندارتون د جوړولو لپاره پر چمتووالي هم خبرې کړې دي. ټاکل شوې دغه نندارتون د نومبر له دېرشمې څخه د ډسمبر تر پنځمې پورې ترسره شي.

د افغانستان سفیر او د کابل، هرات، بلخ او بامیان والیان په دې نندارتون کې د ګډون لپاره بلل شوي دي. تمه ده، چې له ۳۰۰ څخه ډېر افغان سوداګریز استازي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې دغه نندارتون د بېلابېلو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د رامنځته کولو، د صادراتو د فرصتونو د څېړلو او د پانګونې د پروژو د پراختیا زمینه برابره کړي.

#آریانا‌نیوز #افغانستان #ازبکستان #سوداګري #صادرات #واردات #پانګونه #منځنۍ_آسیا

Trending

Exit mobile version