سیمه ییز خبرونه

د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون پر سر د خبرو دريم پړاو جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون به باب دريمه ناسته قناعت وړ بولي.

د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون پر سر د خبرو اترو دريم پړاو په كابل كې جوړ شو.

د افغانستان ملي حاكمېت ته درناوى، له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې امريكايي ځواكونو ته د قضايي مصئونيت وركول، په افغانستان كې د موازې بنسټونو نه شتون او د امريكا له خوا د افغان امنيتي ځواكونو ملاتړ او تجهيز هغه څې دي، چې د امنيتي تړون په طرحه كې پرې بحث شوى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د كابل او واشنگټن تر منځ پر امنيتي تړون تر سره شوى بحث او خبرې اترې بريالۍ بولي.

نوموړى همدا راز د پاكستان په كراچۍ بندر كې د افغان سوداگرو د سوداگريزو توكو بندېدل سياسي ستونزه نه بولي او زياتوي، چې په پاكستاني بندرونو كې د افغان سوداگرو د ستونزو هوارول به د دواړو هېوادونو په گټه ووسي، په داسې حال كې، چې پاكستان هڅه كوي تر څو له تاجكستان سره يو ترانزيټي تړون لاسليك كړي، چې له مخې به يې د پاكستان سوداگريز توكې د افغانستان له لارې تاجكستان ته وړل كېږي.

له همدې سره د بهرنيو چارو وزارت د دغه تړون د پلې كېدو شرط په پاكستانې بندرونو كې د افغان سوداگرو د ستونزو هوارول بولي.

په داسې حال كې، چې افغان چارواكي له پاكستان سره د اپتا په نوم د سوداگريز تړون د پلې كېدو په باب هيله ښكاره كوي، خو افغان سوداگر په پاكستان كې د دوى لپاره د هغو ستونزو له امله اندېښنه لري، چې ورځ تر بلې د زياتېدو په حال كې دي.

Trending

Exit mobile version