سیمه ییز خبرونه

د افغانستان او امریکا تر منځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د افغانستان ثبات د واشنګټن او کابل تر منځ له ښو اړیکو سره تړلی. د امریکا د ولسي جرګې غړی من لویس یادونه کوي، چې د افغانستان او امریکا تر منځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

په افغانستان کې په وروستیو کې په پوځي او سیاسي اړیکو کې کړکېچونو د امریکا د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي.

د امریکا د ولسي جرګې یو غړی من لویس وایي، د افغانستان او امریکا تر منځ نږدې اړیکې کولای شي، په افغانستان کې ټولو موجوده ننګونو ته پای ورکړي.

نوموړی زیاتوي، فکر کوم، چې له یو او بل سره مرسته وکړو، د امریکا او افغانستان تر منځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي، ځکه نه پرېږدي، چې اسلامي رادیکالیزم بیا افغانستان کې وده وکړي. زه د افغانستان په راتلونکې کې تیارو ورځو ته زیات اندېښمن یم، که مونږ له یو او بل سره سمه همکاري وکړو دا اندېښنې به نور نه وي.

په همدې حال کې د امریکا د ولسي جرګې دا غړی پارلماني دولت په افغانستان کې له موجوده ننګونو څخه د وتو یواځینۍ لار ګڼي.

هغه زیاتوي، د افغانستان لپاره به پارلماني دولت ښه وي، خو پارلماني دولت کولای شي، په بېلابېلو برخو کې شتون ولري. مرکزي دولت هم باید پیاوړی شي، باید د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پارلماني دولت را منځته کړو. او دا د فدرالیسم په معنا ده، چې د ټولو په ګټه به وي. فکر کوم د هرې سیمې خلک به اجازه تر لاسه کړي، چې خپل ښاروال، والي او د پولیسو رئیس وټاکي فکر کوم ولسمشر په ریاستي نظام کې زیات واک لري او هغه باید د خپل واک ځینې برخې نورو ته ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ټاکنیزو لانجو له پراختیا سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی، او د دې ټکني حالت لپاره یي یوه حل لار پېدا کړه.

Trending

Exit mobile version