سیمه ییز خبرونه

د افغانستان او امریکا په دوه اړخيز امنيتي او دفاعي سند كې بايد د سيمې مشروعيت رعايت شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وایی، چی د افغانستان او امریکا تر منځ په امنیتی تړون کی باید د سیمی مشروعیت رعایت شی.

د چين د بهرنيو چارو وزير په كابل كې له خپل افغان سيال سره د افغانستان پر راتلونكو ټاکنو، د امنیتی مسئولیتونو پر لېږد اقتصادی پرمختګونو او د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي او دفاعي تړون خبری وکړې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني وايي، د كابل- واشنګټن پر امنيتي او دفاعي سند خبرې دوام لري، خو لا تر اوسه کوم پرمختګ په كې نه دى شوى.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وايي، په دې دوه اړخيز امنيتي او دفاعي سند كې بايد د سيمې مشروعيت رعايت شي.

هغه همدارنګه ووېل، چین د امنیتی تړون په اړه د افغانستان دریځ ته احترام لري، او هیله لری، چی د افغانستان او امریکا داړیکو په پراختیا سره د افغانستان ځمكنۍ بشپړتيا وساتل شي او د تلپاتې سوله ټينګه شي، خو په دی تړون کې بايد د سیمې مشروعیت رعایت شی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کی سوله اوثبات د سیمی او په ځانګړی توګه د چین د ثبات لپاره مهمه ګڼی او وایی، چی دوی به د افغانستان د سولی او امنیت لپاره ډېره هڅه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير زیاته کړه، چې هېواد به يي د اګست پر ۲۹ د افغانستان په اړه د بهرنيو چارو د وزيرانو په كچه د يوه نړيوال كنفرانس كوربه وي.

نوموړي وويل، افغانستان، چی د اقتصادي، ټولنیزو او د مسئولیتونو د لېږد پړاوونه تر سره کوی، له یو لړ ننګونو سره مخامخ دى او د چين په كوربه توب به دې كنفرانس كې د دې ننګونو پر حل لارو خبرې وشي او نړيوال به وهڅول شي، چې افغانستان سره مرستې او همکاری وکړي.

Trending

Exit mobile version