Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان او انډونیزیا چارواکو د دیني او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

خپور شوی

د

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس شعیب بریالي د انډونیزیا د دیني چارو له وزیر او د استقلال جومات له امام، نصیرالدین عمر سره لیدنه کړې ده.

په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

دواړو لوریو همدارنګه د افغانستان او انډونیزیا د دیني بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې په جاکارتا کې د افغانستان د سفارت سرپرست، سعدالله بلوچ، هم حضور درلود.

تازه خبرونه

امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

Published

on

امریکا ۱۲ افغان وګړي له خپلې خاورې ایستلي او د مرکزي افریقا جمهوریت ته یې لېږدولي دي. په ایستل شویو کسانو کې یو داسې ځوان افغان هم شته، چې د کورنۍ غړو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

افغان ایوک نومي بنسټ، چې له امریکا سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي؛ د امریکا د مدني آزادیو ټولنې او د بشري حقونو فرسټ بنسټ په ګډه تائید کړې، چې دغه افغان هم له امریکا ایستل شوی دی.

د هغه یو ورور، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي؛ د افغانستان د پخواني حکومت په پوځ کې له امریکايي ځواکونو سره یوځای خدمت کړی دی. بل ورور یې پیلوټ و، چې د امریکا له لوري روزل شوی و.

نیویارک ټایمز دغه افغان خلیل نومی یاد کړی او څرګندوي، چې پلار او خور یې هم له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د بشري حقونو فرسټ بنسټ د کډوالو د پالیسۍ او حقوقو د برخې مشر ساوي آروي ویلي، چې د دغو کسانو الوتکه د شنبې پر ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده. په دې الوتکه کې ۱۲ افغان، اته ایراني او یو شمېر نیپالي او نیکاراګویي وګړي لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې سږ کال مرکزي افریقا جمهوریت ته دا د امریکا درېیمه د ایستلو الوتنه ده.

دغو ایستنه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر وړاندې د سختې پالیسۍ یوه برخه بلل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې مرکزي افریقا جمهوریت ته سفر ونه‌کړي او د ناامنۍ، جرمونو، تښتونې، روغتیايي ستونزو او ترهګرۍ په څېر د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نه‌وي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیر سراج‌الدین حقاني له‌خوا د خبرو اترو د یوه میکانیزم له رامنځته کولو وروسته، اسلام‌آباد چمتو دی، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ د ستونزې د اوارولو په اړه د دولتونو پر کچه خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نه‌وي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.

هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار نه‌اخیستل کېږي.

د پاکستان دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د امنیتي او ترهګرۍ ضد موضوعاتو په اړه د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکاریو غوښتنې بیا زیاتې شوې دي.

افغانستان په وار وار ویلي؛ د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کېږي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړ شي، چې د افغانستان له خاورې د کوم هېواد، په ځانګړي ډول د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پښتو او دري ژبو د املا لپاره د منظمې او همغږ لیکدود رامنځته کول اړین دي – مهاجر فراهی

دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا د کمیسیون له خوا جوړ شوی و، چې د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ استازو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهی ويلي، د پښتو او دري ژبو د املا لپاره د یوې منظمې او همغږلکدود رامنځته کول اړین دي.

نوموړي دغه څرګندونې د کابل د ملي موزیم په تالار کې د« پښتو او دري ژبو د املا د لیکدود او لیکلو د سمون او یو شان کولو» د علمي او فرهنګي ورکشاپ د پای په مراسمو کې کړې دي.

دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا د کمیسیون له خوا جوړ شوی و، چې د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ استازو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.

مهاجر فراهی ویلي؛ ژبې بېلابېلې لهجې او د ویلو او لیکلو بېلابېلې بڼې لري او د املا لپاره د یوې منظمې لارې رامنځته کول کولی شي د لیکدودي اختلافونو کچه راکمه کړي.

هغه زیاته کړې، د دا ډول علمي ناستو جوړول د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو ترمنځ د نظرونو د تبادلې زمینه برابروي او د ژبو له پیاوړتیا او ودې سره مرسته کولی شي.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عبدالرحمن طیبي هم د افغانستان د ژبې، فرهنګ او ادبیاتو د ساتنې او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ژبو د عالي شورا استادانو او غړیو هم ویلي، چې د پښتو او دري ژبو د املا د یو شان کولو طرحه د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو په ګډون جوړه او وروستۍ شوې ده.

هغوی ویلي، د دې طرحې پلي کول کولی شي د املايي اختلافونو په کمولو او د لیکلو په طریقه کې د ډېرې همغږۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او په علمي، ښوونیزو، کلتوري او رسنیزو برخو کې د پښتو او دري ژبو کارول نور هم منظم کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!