سیمه ییز خبرونه

د افغانستان او ايران د پوله ساتو ځواكونو ترمنځ دوه ساعته وسله واله نښته شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په نښته كې كوم لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې . د دغه ولايت والي وايي چې څو ځلې يې له مركزي دولت څخه غوښتي چې د افغانستان او ايران تر مينځ پر يوه سيمه باندې را پورته شوې څو كلنه  لانجه هواره كړي خو تر اوسه په دې برخه كې څه نه دي شوي .

دا لومړى ځل نه دې، چې د افغانستان او ايران د پوله ساتو ځواكونو ترمنځ وسله واله نښته را منځته كيږي.

په نيمروز ولايت كې د سرحدي پوليسو چارواكي وايي، چې:

په هره مياشت كې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځوكونو ترمنځ څو ځله وسله والې نښتې را منځته شوي.

د نيمروز والي عبدالكريم براهوي وايي، چې:

د چارشنبې په ورځ (د وږي په ۲۳) د سهار له نهو بجو څخه بيا تريوولس بجو د افغانستان او ايران د پوله ساتو ځواكونو ترمنځ پر دې لامل  وسله واله نښته را منځته شوه، چې ايراني ځواكونو غوښتل په هغه سيمه كې، چې د دواړو لوريو پرې لانجه ده يوه امنيتي پوسته او سرك جوړ كړي.

نوموړى وايي:

دا سيمه، چې شا و خوا نهه كيلومتره ده د څو كلونو را پديخوا پرې د دواړو لوريولانجه ده.

والي زياتوي:

كه څه هم څو ځلې يې له مركزي دولت څخه غوښتي، چې له ايراني چارواكو سره د خبرو اترو له لارې د يادې سيمې لانجه حل كړي، خو تراوسه په دې برخه كې څه نه دي شوي.

نوموړي دا هم ومنله، چې شا و خوا دوه اوونۍ وړاندې هم په ياده سيمه كې د لنډې مودې لپاره د دواړو لوريو پوله ساتو ځواكونو ترمنځ وسله واله نښته را منځته شوې وه، چې هيڅ مرگ و ژوبله يې نه درلوده.

ايراني چارواكو تراوسه په دې باب څه نه دى ويلي.

يوشمېركارپوهان وايي:

د څو كلونو كورنيو جگړو او د افغانستان پولو ته د دولت د نه پاملرنې له لامله گاونډ هېوادونو د افغانستان په پولو كې د افغانستان ډېره ځمكه غصب كړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version