انځوريز خبرونه

د افغانستان او ايران پر پوله د افغان وګړو ويشتل وحشيانه عمل دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

مشرانو جرګې د ايراني سرتېرو له خوا د افغانستان او ايران پر پوله د افغان وګړو ويشتل وحشيانه عمل بولي. مشرانو جرګې ايران له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورنوي او وايي، چې په دې برخه كې دې ايراني چارواكي وضاحت وركړي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان او ايران په پوله كې پر يو شمېر افغانانو د ايرانې سرتېرو د ډزو له امله لس تنه افغان ملكي وګړي ووژل شول او اته نور ټپيان شول همدارنګه وېل كېږي، چې شاوخوا اتيا تنه نور تر اوسه لا دركه دي.

د مشرانو جرګې د ايراني سرتېرو دغه عمل وغانده او په دې برخه كې يې د ايراني چارواكو د وضاحت غوښتنه وكړه، دوى دغه عمل له بشري حقونو سرغړونه بولي.

د مشرانو جرګې غړى خالقداد بلاغي وايي :

تر څو، چې ايراني چارواكو په دغه برخه كې د قناعت وړ ځواب نه وي وركړى نو تر هغې به د مشرانو جرګې په غونډه كې برخه وانخلي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د ايراني پوله ساتو دغه عمل اندېښمن كړي دي، د دغه وزارت وياند جانان موسى زى وايي:

ايران له ملكي وګړو سره بايد پوځي چلند ونكړي.

دغه وزارت همدا راز ټينګار كوي، چې دغه پېښه به له ديپلوماتيكو لارو وڅېړي.

Trending

Exit mobile version