تازه خبرونه
د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د فعالولو تړون لاسلیک شو
د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې عمومي رییس او ایراني ریلي کنسرسیوم ترمنځ د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د فعالیت هوکړه لیک لاسلیک شو.
د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ هوکړه لیک د افغانستان د اوسپنېپټلۍ عمومي رییس او د کنسرسیوم په استازولۍ رضايي لاسلیک کړ.
د دې تړون له مخې؛ به یاد کنسرسیوم د خواف ـ هرات اوسپنېپټلۍ د انتقالاتو عملیات ترسره کوي او یو شمېر تخنیکي پرسونل او ریلګاډي به ورته د خدماتو د تر سره کولو لپاره برابر کړي.
ایراني لوري تعهد کړی، چې دوی به لږ تر لږه په لومړي کال کې له یادې لارې څخه (۱۰۰) زره متریک ټنه انتقالات ترسره کوي او هڅه کوي، چې هر کال دغه کچه نوره هم لوړه کړي .
د افغانستان او ایران لوری هڅه کوي د دواړه لوریو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړي حجم د کال لس میلیارد دالرو ته لوړه شي.
د اوسپنپټلۍ عمومي رییس بخت الرحمان شرافت ویلي: زمونږ لپار د دې مسیر فعالیت خورا اړین دی. مونږ به له دې لارې منځني ختیځ او اروپايي هېوادونو سره وتړل شو او له دې سره به زمونږ انتقالات نورهم پراخ شي دواړه هېوادونه به هڅه کوو، چې د اوسپنېپټلۍ چارې نورې هم پراخې او د افغانستان ایران او چین ګډې هڅې پیل او د وریښمو مسیر بېرته فعال کړو.
بخت الرحمن شرافت وايي، چې د خواف- هرات د څلورمې برخې د لومړي فاز د جوړولو چارې به هم راتلونکې اوونۍ پيل شي.
دغه راز د دغه قرارداد له لاسليک سره به د خواف- هرات د ریلګاډي کرښې د درېيمې برخې له لارې، چې د ايران د ریلګاډي د شبکې له لارې له ترکيې او اروپايي هېوادونو سره نښلوي؛ لېږد رالېږد په عادي ډول دوام وکړي.
په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي؛ مونږ هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانزیتي اړیکي نورې هم پراخي کړو. افغانستان د ایران ورور او ګاونډ هېواد دی. د اقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو او ان د سیمي؛ افغانستان، ایران، چین او د نړۍ پر اقتصاد ژور اغېز رامنځته کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي وبلي: مونږ غواړو، چې له ایران سره د اقتصادي تعاملاتو بهیر نور هم پراخه کړو. په دواړه هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره وړتیاوې او ظرفیتونه شته او په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان یوه پلاوي ایران ته سفر وکړي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو نوی فصل او هوکړې تر سره کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطا الله عمري وایي: مونږ هیله لرو، چې ایراني پانګوال کولی شي د افغانستان په هره برخه کې مستقله او مشترکه پانګونه تر سره کړي او مونږ غواړو، چې د هېواد د کرنې، مالدارۍ، فارم دارۍ، مالدارۍ او په نورو بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د کرنې او مالدارۍ وزارت په دې اړه همکارۍ ته پوره چمتوالي لري.
د ایراني لوري په دې ۶۵ کسیز پلاوي کې ایران له افغانستان سره د سرحدي ولایت خراسان والي هم برخه درلوده. هغه ويلي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هم اراده شته او هم وړتیا او اوس باید په خورا چټکۍ له شته فرصتونو څخه عملي کار واخیستل شي.
د ایران د خراسان رضوي والي سردار یعقوب علي نظري ویلي: مونږ دواړه هېوادونه کولی شو، چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړو. مونږ هڅه کوو، چې حکومت ایران ته دغوښې د ورادتو بهیر له افغانستان څخه پیل کړي. په افغانستان کې دغوښو د تولید او صادارتو ظرفیت شته، چې باید د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري پراخه شي.
د ایران او افغانستان ترمنځ سکتوري بنسټونه په اسې حال کې د اقتصادي فعالیتونو د نوي فصل د پرانستلو بهیر د پیل کیدو په درشل کې دي، چې د هېواد ختیځ ګاونډ افغان سوداګر له ګڼو اقتصادي ستونزه سره مخ کړي دي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو د سکتوري وزارتونو له مسوولینو غوښتي، چې له ګاونډ هېوادونو سره په هوکړو او قراردادونو کې له پوره پاملرنې څخه کار واخلي.