سوداگري

د افغانستان او ایران سوداګرو د ګډې پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ

نوموړي، چې د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې د پلاوي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و، د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي، فرهنګي او ژبنیو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دا اړیکې باید پر اغېزناکو اقتصادي همکاریو بدلې شي.

Published

on

د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې مشر کمال‌الدین توحید د ایران د البرز ولایت په اقتصادي غونډه کې ویلي، چې د دودیزې سوداګرۍ پر ځای باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو او اوږدمهاله اقتصادي همکاریو پړاو پیل شي.

نوموړي، چې د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې د پلاوي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و، د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي، فرهنګي او ژبنیو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دا اړیکې باید پر اغېزناکو اقتصادي همکاریو بدلې شي.

کمالدین توحید زیاته کړې، افغانستان اوس د بهرنیو پانګوالو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي او ایراني پانګوال، په ځانګړي توګه د البرز ولایت سوداګر او صنعتکاران، کولی شي د ګډو پروژو او سترو اقتصادي طرحو له فرصتونو ګټه واخلي.

په دې غونډه کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو خونو استازو، صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

د دې غونډې ګډونوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، ګډو پانګونو او سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version