لوبی

د افغانستان او ایرلینډ د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ دوه ورځې وروسته پیلېږي

افغان لوبډله له څو ورځو راپدېخوا د انګلستان په برمنګهم ښار کې روزنیزې هڅې کوي او ټاکل شوې، چې د لومړۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې به ایرلینډ ته سفر وکړي.

Published

on

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پېنځه یو ورځنۍ نړیوالو سیالیو(اوډي‌ای) لړۍ ته یوازې دوه ورځې پاتې دي او افغان لوبډله د دغو سیالیو لپاره وروستی چمتووالي بشپړوي.

افغان لوبډله له څو ورځو راپدېخوا د انګلستان په برمنګهم ښار کې روزنیزې هڅې کوي او ټاکل شوې، چې د لومړۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې به ایرلینډ ته سفر وکړي.

د چمتووالي پر مهال د توپ‌وهنې، توپ‌اچونې او ډګر ساتنې بېلابېلو برخو ته پام شوی، چې لوبغاړي د ایرلینډ له شرایطو سره ښه بلد شي.

دا لړۍ د افغانستان لپاره نړیوالو سیالیو ته بېرته راستنېدل دي او د ۵۰ آوریزو لوبو په بڼه کې د لوبډلې لپاره یوه مهمه آزموینه بلل کېږي.

دغه راز ایرلینډ له ۱۵ میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ډګر ته راګرځي. د دې لوبډلې مشري به پاول سټرلینګ کوي.

د افغانستان لوبډلې مشري به حشمت‌الله شهیدي کوي او په لوبډله کې رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، محمد نبي، راشد خان او عظمت‌الله عمرزی هم برخه لري. دا لړۍ ځوانو لوبغاړو ته هم د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.

د لړۍ لومړنۍ دوه سیالۍ به په بریډي کرکټ لوبغالي او وروستۍ درې سیالۍ به د بلفاسټ سټورمونټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او ایرلینډ په وروستیو کلونو کې تل سیالې او زړه‌راکښونکې لوبې کړې دي او تمه کېږي، چې دا پېنځه لوبیزه لړۍ به هم له سیالۍ ډکه وي.

د سیالیو مهالوېش:

د اګست پېنځمه: لومړۍ یو ورځنۍ سیالي – بریډي

د اګست اوومه: دوه‌یمه یو ورځنۍ سیالي – بریډي

د اګست لسمه: درېیمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ

د اګست دولسمه: څلورمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ

د اګست پېنځلسمه: پېنځمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ

ټولې پېنځه سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه یوازې د آریانا ټلویزیون له لارې خپرې شي.

#آریانانیوز #ایرلینډ #کرکټ #یوورځنۍ‌سیالۍ #اوډي #حشمت‌الله‌شهیدي #آریاناټلویزیون #افغانستان

Trending

Exit mobile version