تازه خبرونه
د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلې درې نړیوالې ۵۰ اووریزې لوبې کوي
د افغانستان کرکت ملي لوبډله له خپلې سیالې بنګله دیشۍ لوبډلې سره درې نړیوالې پنځوس اووریزې لوبې کوي.
د افغانستان کرکت بورد اداره څرګندوي؛ د بنګله دېش کرکت بورد له ادارې سره له خبرو وروسته هوکړې ته رسیدلي، چې د روان کال د سپتمبر په ورستیو کې د ملي لوبډلو ترمنځ درې پنځوس اوریزې لوبې پیل شي.
د افغانستان کرکت بورد چارواکو په وینا؛ له څه مودې راهیسې یې هڅې کولې، چې له ملي لوبډلې لپاره د یو شمېر بشپړغړیتوب لرونکیو هېوادونو سره لوبې برابرې کړي، ګې دادی د روان کال سپتمبر میاشتې پر پېنځه ویشتمه، اووه ویشتمه او دېرشمه نېټه به افغان کرکت ملي لوبډله د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره درې لوبې ترسره کړي.
د افغان کرکت بورد مسوولینو په وینا؛ هڅه کوي، چې له ځینو نورو هېوادونو سره هم لوبې برابرې کړي.
ټاکل شوې، چې د دغو یو ورځنيو نړیوالو لوبو کوربتوب به بنګله دېش وکړي او ټولې لوبې به د دغه هېواد د میر پور ښار په شیربنګال کرکت لوبغالي کې ترسره شي.