لوبی

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ چارواکو پر ګډو همکاریو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۰)
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه بنګله دېش ته په خپل سفر کې له بنګله دیشي سیالانو سره پر دوه اړخیزو ګډو همکاریو، ملي لوبډلې، ځوانو افغان لوبډلو د سیالیو او تخنیکي مرستو ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوالو سياليو د کوربتوب، د افغان ځوانانو له لوبډلو سره د لوبېدو او د هغوى د کوربتوب په اړه هوکړه وشوه.

د بنګله دېش کرکټ بورډ ټینګار کړی، چې تل به په سیالیو کې د افغانستان د ځوانو لوبډلو (الف، ایمرجینګ او نولس کلنو) کوربتوب کوي.

د بنګله دیش کرکټ بورډ په دې هېواد کې د افغانستان پر کوربتوب د لوبو له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او په هر اړین ډګر کې یې له افغانستان کرکټ بورډ سره د تخنیکي مرستو د برابرولو په برخه کې ډېره لیوالتیا وښوده.

د غونډې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له خپلو بنګلدیشي سیالانو څخه، چې د افغانستان ملي لوبډلې ته د کوربتوب او غوره آسانتیاوو د برابرولو له کبله مننه وکړه او د ډېرو نورو همکاریو پر اړتیا یې هم ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version