تازه خبرونه
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د راتلونکي کال د برښنا پېرلو نوی تړون لاسلیک شو
د افغانستان برښنا شرکت نن چارشنبه ( د مرغومي ۶ ) د افغانستان برښنا شرکت او تاجکستان د ۲۰۲۴ ز. کال د برښنا پېرلو د نوي تړون له لاسلیکه خبر ورکړ.
د افغانستان برښنا شرکت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس محمد حنیف حمزه په ترکیه کې د تاجکستان د برښنا سهامي شرکت له مشر محمد عمر عسازاده سره د کتنې پر مهال د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره د برښنا پېرلو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې نوموړي له تاجکستان څخه افغانستان ته د ٥٠٠ کيلو ولټ برښنا د لېږد د نوي مزي د غځولو په اړه خبرې وکړې او تاجکستان هم د ياد مزي غځولو ته لیوالتيا څرګنده کړه.
دغه راز د افغانستان برښنا شرکت مشرتابه له تاجکستان څخه وغوښتل، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پیل، همغږۍ او پلي کېدا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او تاجکستان هم په دې اړه د همکارۍ ژمنه وکړه.
