تازه خبرونه
د افغانستان او ترکمنستان بهرنیو چارو وزیرانو پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوي؛ دواړو خواوو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه بحث کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل ترکمن سیال رشید مردوف سره د ټیلیفون له لارې پر اقتصادي او سیاسي همکاریو خبرې کړې دي.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوي؛ دواړو خواوو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه بحث کړی دی.
دوی د ټاپي پروژې روان پرمختګ مثبت ارزولی او په نږدې راتلونکي کې یې په بېلابېلو سکټورونو کې د عملي همکارۍ د پراخولو پر ژمنې بیا ټینګار وکړ.
دواړو خواوو همدارنګه هوکړه وکړه، چې د همکارۍ د پراختیا لپاره غونډې او مشورې روانې دي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو ازبکستان ته سفر وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د دغې خونې د مشرتابه او له سل ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو پر ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.
یادې خونې ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د پانګونې هڅول او د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول دي.
تازه خبرونه
د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټهنني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نهلري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو سره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنيو بندیزونو بیاکتنه وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټهنني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نهلري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا پر پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د شته ننګونو په اواري کې مرسته نهشي کولی.
د هند استازي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د موندنو پر ډاډ ویلي، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اړولې ده.
هریش په خپلو څرګندونو کې پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښهوالي ته د زمینې برابرولو لپاره يې د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
په فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د فراه ولایت په ختیځ کې پر زر جریبه ځمکې د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره د یوه ستر او معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې، چې د لومړي پړاو لګښت یې ۱۲۷ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا تمځای د تېلو زېرمه، مسافرخونه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنه سیمه هم لري.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیقالله عابد د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې فراه د سیمهییزو لارو یو مهم مرکز دی او د دې تمځای جوړېدل به د ټرانسپورټي خدمتونو د ښهوالي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه تمځای د فراه هوايي ډګر ختیځ لوري کرجي سیمې ته نږدې جوړېږي، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د مسافرو موټرو او ۷۰۰ جریبه یې د باروړونکو موټرو لپاره ځانګړې شوې ده.
-
تازه خبرونه1 day agoد نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
-
سوداگري2 days agoد افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
-
لوبی1 day agoپه کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
-
International Sports2 days agoانګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
څار3 days agoڅار: په هيواد کې د نفتي توکو د بیو لوړوالی
-
سیمه ییز خبرونه14 hours agoخلیل الحیه د حماس نوی مشر شو
