سوداگري
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا پروژو په اړه ګډه غونډه جوړه شوه
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې تېره ورځ د دغه شرکت د مشرتابه او په افغانستان کې د ترکمنستان د سفیر او د دغه هېواد د تخنیکي پلاوي ترمنځ له ترکمنستان څخه د وارداتي برښنا د نورالجهاد سب ستیشن، خماب، قرقین او د ۵۰۰ کیلو ولت سرخان – پلخمري په اړه ګډه ناسته جوړه شوه.
دغه شرکت تویت کړی، چې په دې کتنه کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا محمد حنیف حمزه، په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر خوجا اوویزوف او د ترکي چالیک قراردادي شرکت له استازيو او د هغه اړوند تخنیکي ټیم سره وکتل او د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د ترکمنستان هېواد له همکاریو یې مننه وکړه.
په دې کتنه کې د ترکمنستان سفير او په افغانستان کې د دغه هېواد استازي له برښنا شرکت څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د برښنا د سوداګرۍ په اړه د همکاريو دوام مهم وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو او همکاريو د پياوړتيا په خاطر خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې د برښنا شرکت د اړوند څانګو د تخنيکي مسوولينو او د ترکمنستان د تخنيکي پلاوي ترمنځ له دغه هېواد څخه د هرات ولايت نورالجهاد سب ستیشن ته د برښنا د لېږد د پروژې په اړه تخنيکي بحثونه وشول، چې وروستۍ پايله يې د ناستې په پای کې د دې د دواړو خواوو مشرانو ته وړاندې او د هغې پروتوکول مشخص شو.
برښنا شرکت ویلي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا په اندازه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ بدلونونه او زیاتوالی راغلی، چې دا د جدي همکارۍ او ښه والي نښه ده او د دواړو لوریو ترمنځ د ګاونډيتوب او د برښنا شرکت د ترکمنستان د پلاوي پر استازيتوب هم ترې مننه وکړه.
په دې ناسته کې له ترکمنستان څخه د نورالجهاد سب ستیشن ته د برښنا د لېږد پروژې پر کیفیت، تجهیزاتو، مزي ارزونې هر اړخیز بحثونه وشول. له ترکمنستان څخه د هرات نورالجهاد سب ستېشن ته د برښنا د لېږد پروژې کار د ۳ اعشاریه ۲ میلیون امریکايي دالرو پر لګښت او د افغانستان برښنا شرکت پر مالي مرسته د ترکمنستان هېواد لخوا پر مخ وړل کېږي.
د دې پروژې له بشپړېدو سره به د هراتحوزېبرښنا د نشتوالي ستونزه حل او اړتیاوې به یې پوره شي.
