لوبی

د افغانستان او سریلانکا د یو ورځني لوبلړ بېلابېلې خواوې د پوهېدو وړ دي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۲)

افغانستان سریلانکا ته د لس ویکټو پر توپیر د خپلې یوې ټسټ لوبې له بایللو وروسته؛ د سلواغې پر ۲۰/ د فبرورۍ نهمه د درې یو ورځنیي لوبلړ لومړۍ لوبه پیلوي.

دا هم سریلانکا ته د افغانستان د سفر یوه برخه ده، چې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم په کې ده.

افغان سپېنر راشد خان به د لوغالي سیالۍ ته نه‌دانګي؛ ځکه، چې پوره ښه شوې نه‌دی او قیس احمد به یې تشه ډکه کړي.

دا به د ۲۰۲۳ ز. کال له نړیوال جام وروسته د لوبډلې لومړۍ یو ورځنۍ لوبلړ وي.

دغه راز سریلانکا په جنورۍ کې له زیمبابوی څخه ۲ د صفر  یو ورځنی لوبلړ ګټلی دی.

د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ نړیوال جام زیرمه‌یي لوبغاړي؛ ګلبدین نائب او فرید احمد د دې سیالیو لپاره لوبډله جوړه کړې ده. نوید ځدراڼ، چې د سریلانکا پر وړاندې په ټسټ لوبه کې ښه وځلید هم د یوه ناپېژانده لوبغاړي په توګه په لوبډله کې راغلی؛ خو نجیب الله ځدراڼ د پام وړ غیر‌حاضر دی.

دواړو لوبډلو تر دې دمه ۱۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې سریلانکا اووه او افغانستان څلور ګټلي دي. یوه لوبه بې‌پایلې پای ته ورسېده.

وروستی ځل، چې دواړه لوري د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په یو ورځني لوبلړ کې ولوبېدل؛ افغانستان سریلانکا ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

د یو ورځنیو لوبو مهالویې:

لومړۍ لوبه – جمعه د سلواغې شلمه / د فبرورې نهمه

دوه‌یمه لوبه یکشنبه د سلواغې دوه‌ویشتمه / د فبرورۍ یوولسمه

درېیمه لوبه چارشنبه د سلواغې پېنځه‌ویشتمه / د فبرورۍ څوارلسمه

آریانا ټلویزیون به د جمعې پر ورځ دا لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي. د لوبې نور جزئیات زمونږ د ټولنیزو رسنیو له لارې موندلی شئ.

لوبډلې:

افغانستان

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه (مرستیال)، رحمان الله ګربز (ویکټر)، اکرام علیخېل (ویکټر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، قیس احمد، نوراحمد، مجیب الرحمن , فضل الحق فاروقي, نوید ځدراڼ او فرید احمد.

زیرمه‌یي لوبغاړي: شرف الدین اشرف، شاهدالله، عبدالرحمن، بلال سمیع

سري لنکا

کوسل منډیس (لوبډلمشر)، چاریت آسالانکا، آویشکا فرنانډو، ساډیرا سماراویکراما، ساهان اراچیګ، چمیکا کارونارتنی، جنیت لیانژ، ماهیش تیکشنا، دلشان مادوشانکا، دوشمانتا چامیرا، دونیت ولالاژ، پرامود مادوشانجایا، آکیلا .

Trending

Exit mobile version