تازه خبرونه
د افغانستان او مصر استازو پر مذهبي او تاريخي همکاریو خبرې وکړې
د لوړو زدهکړو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نداء محمد ندیم د افغانستان په اړه د مصري مستشار او د دغه هېواد پاليسي وستایله او څرګندوي، چې مصر د افغانستان ارزښتونو، عنعناتو او قوانينو ته درناوی لري او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه نهکوي.
د لوړو زدهکړو وزير نداء محمد نديم د مصر سفارت دفرهنګي او تعليمي چارو له مستشار محمد عبدالحليم سره د افغانستان او مصر پر مذهبي او تاريخي اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نداء محمد ندیم د افغانستان په اړه د مصري مستشار او د دغه هېواد پاليسي وستایله او څرګندوي، چې مصر د افغانستان ارزښتونو، عنعناتو او قوانينو ته درناوی لري او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه نهکوي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د مصر سفارت مستشار محمد عبدالحليم د افغانستان اوسنی ډاډمن امنیتي وضعیت وستايه او زياتوي؛ په مصر کې مېشتو زدهکړیالانو او محصلانو ته لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي.
نوموړي د لوړو زدهکړو وزیر ته د افغان محصلانو د روزنې په اړه ډاډ ورکړ او له افغانستان سره یې د نورو همکاريو ژمنه وکړه.
