لوبی
د افغانستان او نیوزیلینډ ټسټ لوبه بیا هم د باران له کبله ونشوه
د دغو لوبډلو تر منځ یوازنۍ ټیسټ لوبه، چې ټاکل شوې وه د دوشنبې پر ورځ په ګریټر نویډا سپورټي لوبغالي کې پرته له دې، چې پیل شي پرلهپسې وځنډېده.
د چارشنبې پر ورځ له ډیلي څخه د باندې د درېیم ځل لپاره د افغانستان او نیوزیلینډ ترمنځ یوازنۍ ټسټ لوبه د پرله پسې باران له کبله لغو شوه.
د دغو لوبډلو تر منځ یوازنۍ ټیسټ لوبه، چې ټاکل شوې وه د دوشنبې پر ورځ په ګریټر نویډا سپورټي لوبغالي کې پرته له دې، چې پیل شي پرلهپسې وځنډېده.
په لومړیو دوه ورځو کې د لوبې امکان نهو او د پایلې په اړه هم څه ویل کېدی نشي.
د سې شنبې پر شپه او بله د چارشنبې پر سهار له باران وروسته، لوبڅارو شرفوډولا او کومار دارماسنا د سهار پر ۹:۳۰ لوبه لغو کړه؛ ځکه، چې هوا په ټولو راتلونکیو پېنځه ورځو کې ښه نده.
د ځای په ټاکلو او له خرابې هوا څخه د وتلو د وړتیا په اړه نیوکې کیږي؛ خو د افغانستان کرکټ بورډ مشر منهاج الدین راز د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې هیچا ته د ملامتۍ ګوته نه نیول کیږي؛ دا یوازې بد بخت دی.
دا له ۲۰۱۷ کال راپدېخوا د افغانستان یوازې لسمه ټسټ لوبه ده.
چارواکي وايي، چې دوی به د پنجشنبې پر سهار یو ځل بیا د لوبغالي ارزونه وکړي.
