تازه خبرونه

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۶۵۰ میلیون ډالرو ته ورسېده

عبدالسلام جواد زیاته کړې: ۴۴۷ میلیون ډالر صادراتو او ۲۰۳ میلیون هغه وارداتو ته ځانګړې شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۴ ز. کال په تېرو۱۰ میاشتو کې له هند سره د افغانستان سوداګري څه باندې ۶۵۰ میلیون ډالرو ته رسیدلې ده.

عبدالسلام جواد زیاته کړې: ۴۴۷ میلیون ډالر صادراتو او ۲۰۳ میلیون هغه وارداتو ته ځانګړې شوي دي.

هغه وایي؛ هند ته د افغانستان ټولیز صادراتي توکي وچ انځر، انجه، زعفران، مميز، شنه زیره او بادام دي او له هند څخه افغانستان ته بوره، صنعتي اومه توکي، نوې البسه او وریت شوي نخود راواردیيږي.

دغه احصائیه د افغانستان او هند ترمنځ مخ پر وده سوداګریزې اړیکې ښیي، چې د دواړو هېوادونو د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان ته د سفر پر مهال له یو شمېر دولتي چارواکو سره کتلي او د همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي هم له دې هندي چارواکي غوښتي، چې افغان سوداګرو ته د ویزود ورکړې اسانتیاوو ته پاملرنه وکړي.

Trending

Exit mobile version