سیمه ییز خبرونه
د افغانستان او پاكستان تر مېنځ د پولې پر سر ستونزې بايد د تل لپاره پاى ته ورسېږي
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وایی، د افغانستان او پاکستان تر مینځ د پولې پر سر ستونزې باید د تل لپاره پای ته ورسېږي همدارنګه دوی زیاتوي، چې كه دغه ستونزه په پوره ډول هواره نه شي نو پاكستاني پوځونه به بيا هم د افغانستان په ختيځ كې د افغانستان د خاورې د لاندې كولو هڅه وكړي.
د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې( د وري ۲۷ ) په ناسته كې د دغې جرګې ډېريو غړو د افغانستان او پاكستان تر مېنځ د پولي پر سره په را ولاړو شويو ستونزو خبرې وكړې، د مشرانو جرګې غړي د پاكستاني ځواكونو له خوا د افغانستان په خاروه كې د تاسيساتو جوړول په كلكه غندي.
خو د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:
افغان پوله ساتي ځواكونه د افغانستان په پولو كې د هر ډول ګواښونو سره د مبارزې لپاره د تيار سۍ په حال كې دي.
له بلې خوا د مشرانو جرګې غړي وايي، چې پاكستاني ځواكونو د ننګرهار په ګوښته ولسوالۍ كې دروازه جوړه كړې، خو اوس داسې ښكاري، چې پاكستان د دغې ستوتزې هوارولو په موخه د دې دروازې لرې كولو ته چمتو شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت په پاكستان تور لګوي، چې د افغانستان پولې ته د پاكستاني ځواكونو له خوا د تاسيساتو جوړولو د افغانستان، پاكستان او ناټو د درې اړخيزې پرېكړې خلاف كار بولي.