سیمه ییز خبرونه

د افغانستان او پاكستان د ترانزيتي اړيكو د ښه كولو لپاره هڅې روانې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې افغان او پاكستاني سوداگر را ټول شوي، چې سوداگريزې او اقتصادي اړيكې ښې كړي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې د نړيوالو اړيكو رييس   آذرخش حافظي وايي:

هڅه كوي، چې د افغانستان او پاكستان د حكومتونوتر منځ د سوداگريزو او ترانزيتي اړيكو د ښه كولو لپاره  باور  زيات شي.

د پاكستان د راولپنډۍ د سوداگرۍ او صنايعو د خونې رييس   شمايل داود وايي:

مونږ پرلپسې د پاكستان پر حكومت  فشار راوړى؛ ځكه مونږ له موجوده سياست سره هوكړه نه لرو. د ېيگګې په توگه په كابل كې زمونږ حضور ښيي، چې مونږ يو لړ پروگرامونه تر لاس لاندې لرو او دا پروگرامونه د پاكستان د دولت له خوا نه تمويليږي او مونږ په دې باور يو، چې زمونږ د هېواد د غوره راتلونكې لپاره له سيمې سره پراخه سوداگري پكار ده.

ټاكل شوې، چې نن (د ليندۍ۷) په كابل كې د افغانستان او پاكستان د توليدي توكو گډ نندارتون پرانيستل شي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ په كچه له پاكستان څخه د سوداگريزو توكو ستر واردونكى دى او دا هېواد هر كال له پاكستان څخه د څلور ميليارد دالرو په اندازه واردات لري.

Trending

Exit mobile version