سیمه ییز خبرونه
د افغانستان او پاكستان سرحدي ستونزه بايد له سياسي او دپلوماتيكو لارو حل شي
د افغانستان او پاكستان سرحدي ستونزه بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لارې حل شي. په كابل كې د آيساف چارواكي وايي، د ډيورنډ كرښې پر سر د رامنځ ته شوې لانجې غوره حل لاره سياسي او دپلوماتيكي هڅې دي.
په دې وروستيو كې د افغانستان او پاكستان سرحدي ستونزه د جګړې او مرګ ژوبلې لامل شوه.
په كابل كې د آيساف اوناټو چارواكو په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل، چې دا ستونزه بايد له سياسي او دپلوماتيكو لارو حل شي.
د آيساف وياند ګونتركتز وایی:
ترهغه ځايه، چې موږ پوهېږو خپلې دندې ته په پام د آيساف ماموريت د افغانستان په داخل پورې محدود دى، كه كومه پېښه كېږي نو افغانستان او پاكستان دواړه په كې شاملېږي، سرحدي ستونزه بايد د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې شي، امنيت شورا به په خپلو ځانګړو كړنلارو سره دا موضوع وڅېړي، دا كړنلاره به سياسي او دپلوماتيكه وي، مخكې له دې، چې كومه تېروتنه وشي مسئله بايد ملګرو ملتونو ته ورسول شي.
د افغانستان او پاكستان ترمنځ دا سرحدي ستونزه له هغه وروسته رامنځ ته شوه، چې پاكستان د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې پوځي تاسيسات جوړكړل.
افغان چارواكي وايي، دا پوستې نړيوالو ځواكونو پاكستاني ځواكونو ته سپارلي دي، خو د آيسف وياند دا ادعاوې ردوي او وایی، د سرحدي سيمو د پرېښودو پروخت موږ هېڅ خپل تاسيسات پاكستاني ځواكونو ته نه دي سپارلې، دا حقيقت نه لري.
په همدې وخت كې د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي يو ځل بيا خبردارى وركوي، چې د سرحدي ستونزې د حل په لاره كې به له هرې لارې استفاده وكړي.
سرحدي لانجه د افغانستان او پاكستان يوازينې ستونزه نه ده، چې د دواړو هېوادونو اړيكې يې خړې كړې، بلكې د پاكستان په خاوره كې د ترهګرو لپاره خوندي اډې، د افغانستان په خاوره د توغنديو بريدونه او د اسلام آباد سياسي لاسوهنې هغه نور موضوعات دي، چې هروخت افغان دولت پرې اندېښنه ښودلې ده.