تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترانسپورت ټولنې خبرې پر ویزې بې پایلې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان او پاکستان ترانسپورت ټولنې د تورخم له لارې د باروړونکیو موترو چلوونکیو لپاره د پاکستان د ویزې پر موضوع د خبرو له ناکامۍ وروسته ګواښ کړی، چې له راتلونکي میاشتې وروسته به د مالونو لېږد رالېږد پرېږدي.

د خیبر ترانسپورت اتحادیې مشر شاکر اپریدي ویلي، پاکستانيو چارواکو له افغانستان څخه راتلونکیو باروړونکیو موتر چلوونکیو لپاره د ویزې شرط ایښی؛ خو په وینا یې د موترو درلودونکي نه دغه پرېکړه مني او نه هم د دغې پرېکړې عملي کول شوني دي.

د هغه په خبره؛ په دې لړ کې پرون په تورخم کې د ترانسپورترانو او پاکستانيو چارواکو تر منځ خبرې وشوې، چې په وینا یې بې پایلې پای ته ورسیدې.

ترانسپورتران وايي، په تورخم کې له بندیزونو وروسته سوداګري اغېزمنه شوې ده.

ښاغلی اپریدی وايي، په دغو خبرو کې د افغانستان له لوري هم د بارچالانۍ کاروباریانو ګډون کړی و. شاکر اپریدی زیاتوي، له ډېرې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ ګاډو چلوونکیو او کلینرانو بې وېزې تګ راتګ کاوه، چې وايي اوس ورته ناڅاپه د پاسپورت او ویزو درلودلو شرط ايښودل مناسبه چاره نه ده.

د ښاغلي اپریدي په وینا؛ افغان ترانسپورترانو هم ګواښ کړی، چې که دوی ته له ویزې او پاسپورت پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه ور نه کړ شي، دوی به افغانستان ته د پاکستانيو موترو د ننوتو مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version