لوبی
د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکت روزنیزه لوبه د باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده
د افغانستان او پاکستان کرکت ملي لوبډلو ترمنځ روزنیزه لوبه د باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان کرکت ملي لوبډله نن (چارشنبه د تلې ۲۷ ) د نړیوال شل آوریز جام په روزنیزو سیالیو کې د پاکستان له لوبډلې سره مخ شوه.
افغان لوبډلې د دې لوبې په ۲۰ آورونو کې د شپږ لوبغاړیو پر سوځېدو د پاکستان لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان لوبډلې په درې آورونو کې د ۱۹ منډو له جوړولو وروسته د باران له کبله لوبه ودروله.
د دې لوبې په پیل کې پاکستاني لوبغاړي شاهین افریدي افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز په پښه کې ټپي کړ او روغتون ته یې ولېږه، چې د هغه د پښې ایکسرې او عکس واخلي.
د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې د دوشنبې پر ورځ خپله لومړۍ روزنیزه لوبه له بنګله دېش څخه د ۶۲ منډو پر توپیر وګټله.
افغان ملي لوبډله به راتلونکې شنبه په سل آوریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له انګلستان سره کوي.
