تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
ویکټور خرنین دا څرګندونې په مسکو کې د ډلهییز امنیتي تړون غړوهېوادونو د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې کړې دي.
د بېلاروس دفاع وزیر ویکټور خرنین خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او نښتو دوام ښايي بشري ناورین او د کډوالۍ څپې رامنځته کړي او د ډلهییز امنیتي تړون غړو هېوادونو ته د سختدریځو مفکورو او ترهګرو ډلو د نفوذ لپاره زمینه برابره کړي.
ویکټور خرنین دا څرګندونې په مسکو کې د ډلهییز امنیتي تړون غړوهېوادونو د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې کړې دي.
هغه ویلي، چې د تېر کال پر پرتله د دې تړون د مسووولیت په حوزه کې امنیتي وضعیت ښه شوی نهدی او په منځنۍ آسیا کې نوي ګواښونه د راټوکېدا په حال کې دي.
نوموړي همداراز په ایران کې وروستیو بدلونونو ته د سیمې د امنیتي ننګونو له ډلې څخه د یوې ننګونې په توګه نغوته کړې ده.
د بېلاروس دفاع وزیر د دې تړون له غړو هېوادونو غوښتي، چې په ګډو پوځي روزنیزو پروګرامونو کې خپله ونډه زیاته کړي او له همغږو هېوادونو سره خپلې امنیتي او پوځي همکارۍ پراخې کړي.
د ډلهییز امنیتي تړون بنسټ د روسیې پر مشرۍ یو پوځي ائتلاف دی، چې په ۲۰۰۲ز.کال کې جوړ شوی او روسیه، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي هېوادونه دي.
د سیمې هېوادونو په ځانګړي توګه روسیې، څو ځله له افغانستان څخه د شونو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې به د کوم بل هېواد پر ضد چاته د کار اخیستنې اجازه ورنهکړي.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
تازه خبرونه
په ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
ملوني د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي دیارلسمه ) په ايکسپاڼه کې لیکلي، چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونهکړي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د اورلګونې د هغې پېښې په غبرګون کې، چې له کبله یې د درې افغانانو په ګډون څلور کسان ووژل شول ویلي؛ دې پېښې سخته ووېروله او دا «غونیځیږوونکی جنایت» ګڼي.
ملوني د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي دیارلسمه ) په ايکسپاڼه کې لیکلي، چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونهکړي.
هغې د دې پېښې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې ټول ښکېل کسان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني هم څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي، چې د هغې پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري، چې د ایټالیا په سویل کې د کالابریا ولایت د امیندولارا سیمې په یوه پمپسټېشن کې یې درې افغان کډوال د موټر د قصدي سوځولو له کبله ووژل.
تازه خبرونه
د منځنۍ او سویلي آسیا نښلېدا د امنیت او هوساینې زیری لرلی شي – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دا چاره کولی شي د دواړو سیمو هېوادونو ته د نور ډېر امنیت او هوساینې زمینه برابره کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د لېږد رالېږد، اړیکو او انرژۍ په برخو کې د نښلېدنې پراخېدا کولی شي دواړه سیمې له بدلونونو سره مخ کړي.
خلیلزاد په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دا چاره کولی شي د دواړو سیمو هېوادونو ته د نور ډېر امنیت او هوساینې زمینه برابره کړي.
هغه دا څرګندونې د ترمذ خبرو اترو د دوهیم پړاو د جوړېدا په غبرګون کې کړې، چې ټاکل شوې سبا (پنجشنبه د غبرګولي څوارلسمه) په ازبکستان کې پیل شي.
ټاکل شوې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
-
لوبی4 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
لوبی2 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
لوبی4 days agoد هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي
-
سوداگري4 days agoد ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي
-
تازه خبرونه4 days agoد کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
نړۍ3 days agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
