تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس

ویکټور خرنین دا څرګندونې په مسکو کې د ډله‌ییز امنیتي تړون غړوهېوادونو د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې کړې دي.

Published

on

د بېلاروس دفاع وزیر ویکټور خرنین خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او نښتو دوام ښايي بشري ناورین او د کډوالۍ څپې رامنځته کړي او د ډله‌ییز امنیتي تړون غړو هېوادونو ته د سختدریځو مفکورو او ترهګرو ډلو د نفوذ لپاره زمینه برابره کړي.

ویکټور خرنین دا څرګندونې په مسکو کې د ډله‌ییز امنیتي تړون غړوهېوادونو د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې کړې دي.

هغه ویلي، چې د تېر کال پر پرتله د دې تړون د مسووولیت په حوزه کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه‌دی او په منځنۍ آسیا کې نوي ګواښونه د راټوکېدا په حال کې دي.

نوموړي همداراز په ایران کې وروستیو بدلونونو ته د سیمې د امنیتي ننګونو له ډلې څخه د یوې ننګونې په توګه نغوته کړې ده.

د بېلاروس دفاع وزیر د دې تړون له غړو هېوادونو غوښتي، چې په ګډو پوځي روزنیزو پروګرامونو کې خپله ونډه زیاته کړي او له همغږو هېوادونو سره خپلې امنیتي او پوځي همکارۍ پراخې کړي.

د ډله‌ییز امنیتي تړون بنسټ د روسیې پر مشرۍ یو پوځي ائتلاف دی، چې په ۲۰۰۲ز.کال کې جوړ شوی او روسیه، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي هېوادونه دي.

د سیمې هېوادونو په ځانګړي توګه روسیې، څو ځله له افغانستان څخه د شونو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې به د کوم بل هېواد پر ضد چاته د کار اخیستنې اجازه ورنه‌کړي.

Trending

Exit mobile version