تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سیاسي او تخنیکي میکانیزم هوکړه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل او اسلام اباد پر یوه میکانیزم هوکړه کړې، چې موخه يي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مختلفو موضوعګانو په اړه همغږي او مشوره کول دي.

ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه په دوه ورځني سفر د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی و، تېر ماښام بېرته هېواد ته راستون شو.

نوموړي له راتګ څخه مخکې ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په وروستۍ ورځ د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو وروستۍ ستونزې او اندېښنې په څرګنده توګه بیان کړې او هوکړه  وشوه، چې د اوسنیو ستونزو د هر اړخیزې ارزونې او په راتلونکي کې د هغو د مخنیوي په خاطر دې یو موثر تخنیکي او سیاسي میکانیزم رامینځته شي، چې مناسبې حل لارې ولټوي.

بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په دې میکانیزم کې په ځانکړي توګه د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او امنیت موضوع ته پاملرنه شوې ده.

دغه هوکړه په تاشکند کي د شانګهای د سازمان د سرمشريزې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز ترمنځ شوې، چې په ګډه به دواړه وزیران د دغه میکانیزم مشري کوي او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران به هم په کي له ګډون برخمن وي.

د غبرګولي په ۲۴ پاکستان غوښتل په تورخم کی نوي تاسیسات جوړ کړي، چې له کبله یې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ له څلور ورځنیو خونړیو نښتو وروسته دواړو غاړیو پر اوربند پرېکړه وکړ؛ خو پاکستانيو چارواکو د تورخم پر پوله هغه افغانان پاکستان ته له ورتګه منع کړل، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.

پر دغه میکانیزم په داسې حال کې هوکړه کیږي، چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو ژوند د پخوا په پرتله ډېر تریخ شوی او ان زندانونو ته اچول کیږي.

ویل کېږي، چې په پاکستان کې کابو دوه نيم میليون افغان کډوال ژوند کوي، خو یوازې شاوخوا یو نیم میلیون یې راجسټر شوي دي.

Trending

Exit mobile version