تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان درې اړینې سوداګریزې لارې بیا پرانستل کیږي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۱, ۱۳۹۹)

 

افغانستان او پاکستان هوکړه کړې، چې د دوشنبې پر ورځ به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ درې اړینې سوداګریزې لارې خلاصې کړي.

د پاکستان رسنیو څرګنده کړې؛ د تورخم، چمن او غلام خان درې سوداګریزې لارې د مارچ په میاشت کې د دواړو هېوادونو لخوا د کرونا ویروس د خوریدا له وېرې تر ول شوې وې.

ډان نیوز د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د جمعې پر شپه ناوخته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړه: د افغانستان او پاکستان تر منځ درې سوداګریزې لارې به د جون پر ۲۲ بیا خلاصې شي.

د پاکستان د یاد وزارت د خبرتیا له مخې؛ د دغو درې سوداګریزو لارو له پرانستل کیدو سره به هره ورځ له دې لارو نامحدوده موټر د صادراتو او وارداتو لپاره تګ راتګ کوي. سربېره پر دې به د کرونا ویروس په اړه ټولې روغتیایي سپارښتنې هم په پام کې نیول کیږي.

د څرګندونو له مخې: د شنبې له ورځو پرته د اوونۍ په ټولو نورو شپږ ورځو کې د دواړو( هېوادونو) سوداګریز توکي له دې درې لارو تګ راتګ کولی شي؛ خو شنبه د پليو کسانو د ورځني تګ راتګ لپاره ځانګړې شوې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د چین شینهوا خبري رسنۍ ته منلې، چې افغان سوداګر کولی شي اوس خپل سوداګریز توکي او تازه محصولاتو له دغو لارو صادر کړي.

مشعل دا هم ویلي، چې: همدا د تازه میوو او سبزیو د صادراتو لپاره ښه وخت دی؛ ځکه اوس د صادراتو لپاره چمتو دي.

سربېره پردې، په شمالي وزیرستان کې یوه پاکستاني چارواکي هم دې چینایي رسنۍ ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکو کرونا ویروس ته په پاملرنه پر سوداګریزو کړنلارو او مقرراتو هوکړه کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د باروړونکیو لاریو او موټرو ټول ډریوران به د بندر په دواړو خواوو کې تر روغتیایي څارنو لاندې وي او د پولې دواړو خواوو ته به د قرنطین په مرکزونو کې کتل کیږي، چې موخه ترې د کرونا ویروس د ودې او پراختیا مخنیوی دی.

دا کار له هغې وروسته شونی شو، چې افغان سوداګرو ته د بندیزونو له کبله زیانونه واوښتل او د دوی اندېښنې یې راوپارولې.

د دې اوونۍ په پیل کې د افغانستان د سوداګرو اتحادیې مشر امید حیدري آنادولو خبري سرچینې ته څرګنده کړې وه، چې د لارو د تړل کیدو له کبله افغان سوداګرو له ۱۰۰ میلیون ډالرو ډېر زیان لیدلی دی. پداسې حال کې، چې د کرونا ویروس د خوریدو له کبله پاکستان ته د افغان سوداګرو د داخلیدو مخه نیول شوې وه؛ خو پاکستان، د افغانستان بازارونو ته د توکو صادرول روان ساتلي وه.

حیدري زیاته کړې؛ ان د تازه میوو او سبزیو په سلګونه بار شوي لارۍ پاکستان او هندوستان ته د تلو په موخه د څو میاشتو لپاره د چمن او تورخم په بندرونو کې بندې پاتې وې.

Trending

Exit mobile version