لوبی
د افغانستان او پاکستان د یو ورځنیو لوبو سږنۍ لړۍ وځنډېده
پاکستانيو رسنیو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ یو ځل بیا تر راتلونکي کاله وځنډول شوه.
ټاکل شوې وه، چې دواړه هېوادونه د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د سپټمبر په لومړیو کې د سریلانکا پر کوربتوب درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي؛ خو د پاکستان کرکټ بورډ ویلي وه، چې د افغانستان کرکټ بورډ د دې لړۍ د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان کرکټ بورډ څرګنده کړې؛ دواړه بورډونه به هڅه وکړي، چې دغه سیریز په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې تر غور لاندې ونیسي.
د پاکستان جیو نیوز د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دا ځل د پاکستان د لوبډلې د بوختیا له کبله دا لوبې وځنډول شوې.
د راپورونو له مخې، یاده لړۍ به اوس د راتلونکي کال تر اپریل پورې ځنډېدلې وي.