تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د حل وړ دي – امیرخان متقي

متقي د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي؛ افغانستان نه غواړي، چې له پاکستان سره اړیکې د یو بل پر وړاندې د تورونو لګولو او تبلیغاتو پر ډګر بدلې شي او ټینګار یې کړی: د کابل موخه د«ستونزې حل» دی، نه د هغې د دوام لپاره د نویو لارو موندل.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې؛ که امنیتي، سیاسي او که اقتصادي وي، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د حل وړ دي.

متقي د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي؛ افغانستان نه غواړي، چې له پاکستان سره اړیکې د یو بل پر وړاندې د تورونو لګولو او تبلیغاتو پر ډګر بدلې شي او ټینګار یې کړی: د کابل موخه د«ستونزې حل» دی، نه د هغې د دوام لپاره د نویو لارو موندل.

هغه زیاته کړې:« زمونږ اساسي دریځ دا دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې، که امنیتي، سیاسي او که اقتصادي وي، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.»

دغه راز د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم پر چلند نیوکه کړې او څرګندوي، اسلام‌آباد د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې له «پوځي ژبې» کار اخلي.

متقي ویلي، پاکستان په وروستیو کلونو کې د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې پوځي اقدامات کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې د دغه هېواد د وروستیو بریدونو له کبله په کونړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

امیرخان متقي ویلي؛ افغانستان د امنیت، له داعش سره د مبارزې، نشه‌يي توکو او قاچاق په برخو کې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا غوښتونکی دی او چمتو دی، چې د سرحدي امنیت د پیاوړتیا او د منظمو جرمونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو لپاره له سیمه‌ییزو هېوادونو سره همکاري وکړي.

متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت خپله بهرنۍ تګلاره له بشپړې خپلواکۍ سره تنظیموي او «د فشار په پایله کې به له خپلو اساسي سیاستونو شاتګ ونه‌کړي».

هغه ویلي، افغانستان د هر ډول تېري پر وړاندې له ځان دفاع خپل «منلی حق» ګڼي.

متقي د خپلو خبرو په بله برخه کې له سیمه‌ییزو هېوادونو غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې او پانګونې پراخې کړي او څرګندوي؛ کابل غواړي افغانستان د سیمه‌ییزو سیالیو پر ډګر د بدلېدا پر ځای پر «سیمه‌ییزو همکاریو د نښلوونکې نقطې» بدل شي.

Trending

Exit mobile version