سوداگري
د افغانستان او پاکستان چارواکو د سوداګریزو آسانتیاوو ترانزیتي تړون لاسلیک کړ
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت چارواکو د روانې میاشتې په پیل کې د موقت منلو سند (TAD) په اړه بحث وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بار وړونکیو لاریو وړیا تګ راتګ شونی کوي.
د پاکستان حکومت د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د پاکستان د لومړي وزیر د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داوود د مارچ پر لومړۍ په یوه ویډیويي ناسته کې د APTA د نهايي کولو او نورو سوداګریزو او ټرانزیټ مسلو په اړه هم خبرې کړې دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د مارچ له ۲۱ به د افغانستان او پاکستان تر منځ د لاریو وړیا تګ راتګ ته د TAD له مخې اجازه ورکړ شي.
د افغانستان له لوري ټرانسپورټران کولی شي په کابل کې او کندهار کې د پاکستان له سفارت او قونسلګرۍ او د پاکستان هغه کولی شي په پېښور او کوټه کې د افغانستان له قونسلګریو TAD ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.
دواړو لوریو ته دا یوه تاریخي شېبه وه او څرګندوي؛ دوی ژمن دي، چې د ترانزیټ او سوداګریزو ستونزو د اوارولو لپاره د ګډې لارې نقشه جوړه کړي.
د افغانستان-پاکستان ترانزیتي سوداګریز تړون د APTTA په نوم هم یادیږي. دا یو دوه اړخیز سوداګریز تړون دی، چې په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د پاکستان او افغانستان اړوند چارواکو د سوداګریزو آسانتیاولپاره لاسلیک کړی دی.