تازه خبرونه
د افغانستان او چین پر امنیتي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
په کابل کې د چین سفیر د دغه هېواد د پروژو او د چینايي ډیپلوماټانو له امنیت څخه ستاینه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د دغه وزارت چارسمبالي په کابل کې د چین له سفیر سره د سیمې پر ثبات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو سینګ سره وکتل.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو په سیمه کې د ثبات او د امنیتي او سوداګریزو همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.
په کابل کې د چین سفیر د دغه هېواد د پروژو او د چینايي ډیپلوماټانو له امنیت څخه ستاینه کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې په وروستیو څو اوونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
ویل کیږي، چې چین په تېرو درې کلونو کې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه یې د کانونو په برخه کې خپلې پانګونې زیاتې کړې دي.