تازه خبرونه

د افغانستان بانك به له اسلامي سيستم برخمن شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانك وايي، د لومړي ځل لپاره به ډېر ژر په بانكي سيستم كې اسلامي بانكداري داخله شي.
د افغانستان بانك د رييس نور الله دلاوري په وينا، اسلامي بانك داري د يو شمېر غير اسلامي هېوادونو په ګډون ډېرو هېوادونو كې د د کارولو وړ ده.
ښاغلی نور الله دلاوري وايي، د اسلامي بانكدارئ طرحه وزيرانو شورا او عدليې وزارت تاييد كړې او د تصويب لپاره ملي شورا ته استول شوې ده.
د نوموړي په وينا، د اسلامي بانكدارئ په فعالیدو به ډېرې هغه پيسې، چې بانكي سيستم كې نه دې داخلې شوي، د دې بانكدارئ په دوران کې راشي.
يوه نادولتي موسسه به د اسلامي بانك دارئ له سيستم سره د خلكو د بلدتيا او كاري وړتياوو د لوړولو لپاره يو اعشاريه دوه ميليون دالر ولګوي.
د افغانستان بانك رييس وايي، د بانكي خدمتونو د چټكتيا لپاره ځينې قوانين بشپړ شوي، چې ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version