سیمه ییز خبرونه
د افغانستان بانك نوي بانك نوټونه بازار ته وړاندې كوي
د افغانستان بانك رئيس وايي، وروسته له دې به هېڅ شركت ونه شي كړاى، چې جعلي بانك نوټونه بازار ته وړاندې كړي. د پنځه سوو او زرو افغانيو نوي بانك نوټونه پنځه ځانګړتياوې لري، چې په پخوانيو هغو كې نه وې.
تل په افغانستان كې صرافان او سوداګر د جعلي بانك نوټونو پر شته والي اندېښنه ښيي، خو اوس د افغانستان بانك رئیس نورالله دلاوري وايي، نوي بانكنوټونه يي چاپ كړي، چې ژر به بازار ته وړاندې شي.
د افغانستان بانك رئيس همدارنګه وايي، دا بانك نوټونه په اروپايي هېوادونو كې چاپ شوي دي.
دى زیاتوي، د دې بانك نوټونو پر مټ به نور څوك ونه شي كړاى، چې جعلي پېسې بازار ته وړاندې كړي.
د افغانستان بانك رئيس ووېل، پر نويو بانك ڼوټونو باندې د چاپ په برخه كې زيات لګښت راځي نو ځكه دوی د اوس لپاره يوازې پنځه سويز او زريز بانك نوټونه چاپ كړي دي.