تازه خبرونه
د افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد ویلي، د دغه ډول هوکړهلیکونو له لارې هېوادوالو ته د مناسبو او بېلابېلو اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره او مالي سرچینو ته د کاروبارونو د لاسرسي فرصتونه پراخېږي.
د افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ په کابل کې د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو، چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو پیاوړتیا او مالي سرچینو ته د لاسرسي پراخول دي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد ویلي، د دغه ډول هوکړهلیکونو له لارې هېوادوالو ته د مناسبو او بېلابېلو اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره او مالي سرچینو ته د کاروبارونو د لاسرسي فرصتونه پراخېږي.
هغه زیاته کړې، په لومړي پړاو کې به بانکونو او مالي بنسټونو ته تخنیکي او مسلکي ملاتړ برابر شي. همدارنګه د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ لهخوا پېنځه بانکونو او یوه کوچني تمویلوونکي بنسټ ته د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت بلاعوضه مرستې ورکول کېږي، چې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د تمویل په برخه کې به ترې کار واخیستل شي.
خالد ویلي، په راتلونکو پړاوونو کې به وړ بانکونه او تمویلوونکي بنسټونه هم له دغو مرستو او آسانتیاوو برخمن شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، راستنېدونکو هېوادوالو ته به هم د کوچنیو کاروبارونو د جوړولو او مالي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې پاملرنه وشي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي؛ د هېواد بانکدارۍ او مالي سکټور په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې او دغه بانک هڅه کوي هېوادوالو ته د تمویل مناسب فرصتونه برابر کړي، چې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د ډېرو کاري فرصتونو د رامنځته کېدا زمینه برابره شي.
د دغه هوکړهلیک له مخې؛ دواړه لوري به د مالي سکټور د پیاوړتیا، کوچنیو، وړو، منځنیو او لویو کاروبارونو لپاره مالي سرچینو ته د لاسرسي د پراختیا، د اسلامي مالي خدمتونو د پراختیا او د مالي بنسټونو د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري کوي.
همدارنګه مالي بنسټونو ته به تخنیکي او مسلکي ملاتړ، روزنیز پروګرامونه او د ظرفیت لوړولو فرصتونه برابر شي.
په هوکړهلیک کې د مالي سکټور د روڼتیا، حسابورکولو او سالمې ادارې پر پیاوړتیا او د اسلامي مالي محصولاتو پر بنسټ د تضمیني میکانیزمونو د اغېزمنتیا پر زیاتولو هم ټینګار شوی دی.
د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ د مدیره پلاوي مشر راجر ټوماس پیلټر هم په دې غونډه کې د هوکړهلیک له لاسلیک څخه هرکلی کړی او د دغه بنسټ او د افغانستان بانک ترمنځ یې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.
د دغه هوکړهلیک د لاسلیک موخه د افغانستان د مالي سکټور د پیاوړتیا، اسلامي مالي خدمتونو ته د لاسرسي د پراختیا او کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ د منظمې همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول بلل شوي دي.