تازه خبرونه
د افغانستان بانک د شتمنیو په کنګل کې ښکېل هېوادونه او اشخاص دې دیپلوماتیکه لار غوره کړي ـ اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې؛ د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې له مخې يې د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زېرمو یوه برخه (۳.۵ میلیارد دالر) سویس ته لېږدول کېږي؛ مونږ په دې مسئله کې ښکېلو هېوادونو، اشخاصو او ادارو ته د همدې اعلاميې له لارې خپل اعتراض وړاندې کوو، چې ياده موضوع له ديپلوماتيکو لارو وڅاري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو په بیان کې راغلي: په افغانستان کې د بشري ناورین بنسټیز لامل د امریکا شل کلنه جګړه، د امریکا تر ملاتړ لاندې د تېرې ادارې شل کلن اداري فساد او له تحول وروسته د امریکا لخوا د افغانستان مرکزي بانک پر اسعاري زېرمو او بانکي نظام بندیزونه دي، چې له ډېرو نويو راټوکېدلیو اقتصادي فرصتونو څخه یې د پانګوالو د ګټه پورته کولو مخه نیولې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس څرګنده کړې؛ د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو د جو بایدن له اجرائیوي فرمان سره سم د “افغان صندوق” د رامنځته کېدو اعلان وکړ، چې د افغانستان د خلکو په ګټه د ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالرو د لګولو غوښتنه کوي.
ند پرایس زیاته کړې، چې د افغانانو له کنګل شویو شتمنیو څخه ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالر به ډېر ژر د دغه افغان صندوق له لارې دوی ته ور وګرزي.
د دغه وزارت ویاند ند پرایس د یوې خبرې ناستې پرمهال ټینګاروکړ، چې دا شتمني به سویس ته انتقال کړي او د افغانستان اسلامي امارت به ورته لاسرسی و نلري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي؛ طالبان د دې مالي میکانیزم برخه ندي او د پیسو آزادېدل د افغانانو په ګټه دي. له دې شتمنیو به په څرګنده بڼه ساتنه کېږي او له بې ځایه لګښت او ناوړه ګټنې څخه به یې د ساتنې لپاره څارنه روانه وي.
د افغانستان بانک د امریکا له دې پرېکړې سره ، چې د افغانستان دا ملي شتمني دې سویس ته انتقال شي؛ خپل مخالفت څرکند کړی او د امریکا له حکومته یې غوښتنه کړې، چې پخپله پرېکړه دې له سره غور وکړي.
د افغانستان بانک په ډاګه کړې؛ د افغانستان بانک ته په داسې نا مرتبطه برخو کې د دغو زیرمو تخصیص او کارونه دوی ته د منلو نده او د امریکا له متحده ایالتونو غوښتنه کوو، چې پخپله پرېکړه له سره غور وکړي.
د افغانستان د خصوصي سکتورغړي هم د افغانستان بانک د کنګل شويو پیسو د یوې برخې سویس هېواد ته لېږدول د یو شمېر کړیو لخو د افغانستان د دې پانګې پرضد یوه سیسه بولي او اندېښنه څرګندوي، چې ښايي د پیسو حیف او میل پیل او دا ملي شتمني له ګواښ سره مخ شي، چې دا د فغانانو په حق کې جفا ده.
دوی بل هېواد ته د افغانستان د پیسو لېږدول د افغانستان د ملي پانګې پر ضد یوه منفي دسیسه بولي.
د افغان انویست شرکت مشر شېرباز کمین زاده وایي: زما له نظره دا د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټه نلري، بلکې زمونږ ملي اقتصاد ته نورۍ ستونزې جوړوي. دا پیسې باید اول افغانستان ته راشي، کنه؛ نو په امریکا کې دې بندې اوسي.
د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: زما له نظره که امریکا زمونږ پیسې آزادوي؛ باید د افغانستان بانک ته يي ورکړي، درېیم هېواد کې د یوې ادارې لخوا یې څارنه دا پیسې د حیف او میل له خطر سره مخ کوي.
اقتصادي شنونکی تاج محمد تلاش وایي: زما له نظره د امریکا د حکومت وروستۍ پرېکړه د افغانستان د ملي پانکې په هکله بیخي ظالمانه ده او باید له افغانانو سره دا ظلم ونشي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په تړاو هڅ ډول پرېکړه ( وېش یا بل هېواد ته سپارل) د منلو وړ نده او دا شتمنۍ باید د افغانستان د خلکو د ملي خزانې په توګه وساتل شي.
د اقتصادي چارو ځیني کارپوهان بیا د امریکا له دې پرېکړې ملاتړ کوي.
دوی وايي، دا به د یوه مشخص میکانیزم له مخې انتقال شي او هیڅ ډول ستونزه به رامنځته نشي.
اقتصادي شنونکی عبد القادر جیلاني وایي: پروسه ډېره دقیقه ده کومه ستونزه نشته دا به د یوې مشخصي برنامې له مخې مصرف شي؛ خو د دې مصرف د افغانانو په ګټه ندي.
د هېواد یو شمېرعام وګړي هم د امریکا له متحده ایلا تو غوښتنه کوي، چې د افغانانو پیسې دې افغانانوته ورکړ شي.
د کابل ښار او سیدونکی ګلیم خان وایي: امریکا دې ټوکې نکوي؛ زمونږ پیسې دې زمونږ حکومت ته ورکړي. کنه؛ نو بل جای ته دې نه لیږي خپله دې مصرف کړي.
امریکا د افغانستان بانک له کنګل شویو پیسو څخه سویس ته د ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالرو د لېږدولو پرېکړه کړې. په دا سې حال کې، چې، دا مهال د همدغو شتمنیو د کنګلېدو له کبله افغانستان له اقتصادي کړکیچ سره مخ او د دې کړکېچ د څارلو لپاره هیڅ راز اقتصادي ملاتړ نلري.
امریکا ویلي؛ د دې پیسو په اړه پرېکړه به د هغه بورد او ادارې پر غاړه وي، چې د امریکا، سویس حکومت او دوه افغان استازي ( انوارالحق احدي او شاه محمود محرابي) به د دې بورد افغان غړي وي. دوی به د اړتیاوو پر بنسټ پرېکړه کوي او د افغانستان د اړتیاوو یوه برخه لکه د برښنا د لګښت، لګښت به هم له دې پیسو کیږ؛ خو دغو پیسو ته به اسلامي امارت لاسرسی نلري.
