تازه خبرونه

د افغانستان بانک د نوي چاپ بانکنوټونه بازار ته وړاندې کوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان بانک په ډاګه کړې، چې راروان مالي کال  ته ۳۸۰ میلیون نوي بانکنوټونه چاپوي.

د افغانستان بانک د اداینو(تادیاتو) عمومي مدیر میر عزیز برکي نن ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په مراسمو کې ویلي، چې مرکزي بانک د مالي کال په بهیر کې د ۳۸۰ میلیون نویو افغانیو تړون لاسلیک کړی، چې ۱۰، ۲۰، ۵۰ او  ۱۰۰ افغانیو نوټونو به چاپ شي.

میر عزیز برکي زیاته کړې، چې یو څه یې چاپ شوي او ټاکل شوې، چې بازار ته وړاندې شي.

د افغانستان بانک د اداینو لوی آمر د نویو افغانیو د چاپ او د زړو هغو د راټولولو او له منځه وړلو په تړاو هم خبرې وکړې او زیاتوي، چې د افغانستان بانک هر کال په منځني توګه ۳.۸ میلیارډ افغانۍ زاړه بانکنوټونه راټولوي او د پیسو له دورانه یې وباسي.

نوموړي څرګنده کړې، چې دا مهال د مالیې وزارت خزانې، عواید او ګمرکونه د افغانستان بانک د عصري اداینې( تادیې) له سیسټم سره نښلول شوړی او خلک کولی شي له دې سیسټم څخه د خپلو ټولو اداینو لیږد پخپل وخت او ژر بشپړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دمګړې لږ تر لږه ۲۹۳ ملیارډ افغانۍ په دوران کې دي.

Trending

Exit mobile version