تازه خبرونه

د افغانستان بانک د هېواد له اقتصاد پوهانو سره ګډه کاري ناسته جوړه کړه 

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک مسوولینو د هېواد د یو شمېر پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځيو له استادانو سره د افغانستان  بانک د پولي سیاست پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان بانک رهبري هڅه کوي، چې د افغانیو او د افغانستان بانک د پولي سیاست په اړه د اقتصاد پوهانو نظرونه واخلي.

د افغانستان بانک مسوولینو د لومړي ځل لپاره دا نوښت رامنځته کړ، چې د کارپوهانو له مشورو څخه د افغانستان بانک په راتلونکيو پروګرامونو کې ګټه پورته کړي.

 د اقتصادي  چارو کار پوهان بیا د افغانستان بانک له دې هڅې هرکلی کوي او څرګندوي، چې د افغانۍ  د ترویج او ثبات لپاره ورته هڅو ته پوره ادتیا ده.

دوی زیاتوي؛ اوس هم  افغانۍ د ګاونډ او سیمې هېوادونو پر پر تله په ښه حالت کې ده.

د افغانستان بانک مشر محمد ادریس وایي: زمونږ د دې ناستې موخه داده، چې څنګه وکولی شو د افغانۍ د پولی سیاست په اړه د استادانو او کارپوهانو نظرونه واخلو او په راتلونکې کې له کومې ستونزې  سره مخ  نشوو.

د اقتصادي چارو کار پوهان هم د افغانستان بانک له دې  هڅې هرکلی  کوي او وایي؛ دا سې ناستې د افغانۍ  پر ارزښت ساتلو او سباث کې بې اغېزې ندي.

د اقتصادي چارو شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: د ګاونډ هېوادونو د پيسو پر پرتله افغانۍ اوس هم په ښه حالت کې ده. د افغانستان بانک د پولي سیاست لپاره له اقتصاد پوهانو سره ناستې ډېرې اړینې دي.

دغه راز یو شمېر نو شنونکي د افغانۍ د رازښت په ساتلو کې د کورنیو تولیداتو پر پراختیا او تولیدي محوریت د راڅرخېدو غوښتنه کوي.

اقتصاد پوه حکیم الله  صدیقي ویلي؛ د افغانستان بانک لخوا مونږ له دې هڅې هرکلی کوو. باید په دا سې مهمو موضوعاتو کې له مسلکی کسانو سره ناستې تر سره شي، چې په راتونکې کې له کومې ستونزې سره مخ نشوو.

د خصوصي  سکتور غړي بیا د افغانستان بانک څخه غوښتنه کوي، چې له کارو پوهانو سره د سلا مشورو  ترڅنګ باید له خصوصي سکتور سره هم  مشورې وشي او د هېواد په مارکیټونو کې د افغانۍ د ترویج  لپاره خپلې هڅي پراخه کړي.

Trending

Exit mobile version